19 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ۱۱۵۵ډالرو وړاندې کيږي

کابل\باختر\ د وږي د مياشتې۲۶ په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور رئیس غني: حکومت په دشت ارچي کې د وروستي هوایي برید له امله د ملکي قربانیانو له کورنیو بخښنه غواړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غويي د مياشتې ٢٦ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کندز له یو شمېر مشرانو، دیني عالمانو او د دشت ارچي ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د ملکي قربانیانو د کورنیو له غړو سره په کتنه کې غمشریکي وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې فرید احمد کاکړ، مولوي نصرالله اخندزاده، شیخ ممتازالله اغا، محمد ظریف، حمید کاکړ، حاجي بسم الله، مولوي عبدالبصیر ، ملا اختر محمد او عبدالودود د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د جمهور رئیس له غمشریکۍ څخه په مننې وویل، موږ د سولې پلویان یوو او تل مو پر ملکي وګړو، سپېڅلو ځایونو او عامه تاسیساتو بریدونه غندلي دي. 
دغو ویناوالو په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر هاشمیه عمریه دارالعلوم د هغه هوایي برید په اړه چې له امله یې ملکي وګړي، ماشومان او زده کوونکي شهیدان او ټپیان شول معلومات ورکړل.
هغوی زیاته کړه، په راتلونکي کې د دغه وړ پېښو د مخنیوي، د قربانیانو د کورنیو د تسلیت او د عدالت د تامین لپاره دې له عاملینو سره قانوني چلند وشي. 
جمهور رئیس غني د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د کندز مشرانو او د ملکي قربانیانو د کورنیو غړو ته یو ځل بیا تسلیت ووایه او د دوی د زغم، باور او هغه اقدام مننه یې وکړه چې؛ له دغه بریدو وروسته یې د یوې بلې فاجعې مخه ونیوله.
جمهور رئیس څرګنده کړه، په روغتون کې د دغه برید د ټپي ماشومانو له لیدو وروسته مې همغه شپه دفاع وزیر ته په هوایي بریدونو کې د لا دقت او د دغه وړ پېښو د مخنیوي لارښوونه وکړه.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول ملي دفاع وزارت د دغې پېښې له امله د ملکي قربانیانو له کورنیو بښنه غواړي، ځکه د فتنه ګرو او قانوني حکومت توپیر دادی چې قانوني حکومت د ملت په حق کې د شویو تېروتنو له امله بخښنه غواړي.
جمهور رئیس یو ځل بیا پر سوله او د نظام په پیاوړتیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د ولس رول مهم وباله او له عالمانو څخه یې وغوښتل چې په هېواد کې د روانې فتنې او دسیسو په مخنیوي کې همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه، د فتنه ګرو او خوارجو طریقه د اسلامي اصولو په اساس د منلو وړ نه ده.
جمهور رئیس اړونده مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د یادې پېښې د ملکي قربانیانو کورنیو سره دې لا زیاته مرسته وشي.
هغه زیاته کړه، حکومت به  پر یادې مدرسې سربېره د شهیدانو په نوم څلی او د سیمې دردېدلو خلکو ته جامع جومات جوړ کړي.
محمد اشرف غني وویل، که طالبان فکر کوي چې په ولس کې رېښه لري، نو انتخاباتو ته دې راشي، له جنګ، زموږ د هېوادوالو له وژلو او د هیواد له ویجاړولو دې لاس واخلي.
هغه زیاته کړه، جنګ خپل اصول لري، مګر طالبان هیڅ ډول اصولو ته غاړه نه ږدي، حتی په جوماتونو، ولسونو، ښځو، ماشومانو او عام المنفعه ځایونو بریدونه کوي.پاى_ ذ

Last modified on Friday, 18 May 2018 08:26

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.