20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ولسي جرګې انتخابات سبا ترسره کيږي

کابل \ باختر د تلې دمياشتې٢٧ نيټۀ : سبا...

جمهور رئیس غني د شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل جنازې ته درناوی وکړ

کابل \باختردتلې دمياشتې ٢٧نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور...

جمهور رئیس غني د هېواد عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل \باختردتلې دمياشتې ٢٧نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني په کابل کې استوګن د الازهر جامعې له استادانو سره د روژه ماتې په مېلمستیا کې وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دغبرګولي د مياشتې٢٤نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تير ماښام د الازهر جامعې له استادانو سره چې د کابل په بېلابېلو مدرسو کې تدریس کوي د ماښام لمونځ اداء او روژه ماتی وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د روژه ماتې په دې مېلمستیا کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په کابل کې د مصر سفیر هم حضور درلود، ډاکټر مصطفی عبدالجلیل د وینا پرمهال جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته د مصر د جمهوررئیس او د الازهر جامعې د رئیس د سلامونو او نېکو هیلو د وړاندې کولو ترڅنګ د خپلو فعالیتونو په ځانګړي ډول د افغان ځوانانو د روزنې په اړه معلومات وړاندې کړل.
هغه له جمهوررئیس څخه د مېلمستیا له امله مننه وکړه ويې ویل، افغانستان او مصر پخوانۍ اړیکې لري او موږ ویاړو چې په افغانستان کې د عربي ژبې او انساني علومو د تدریس په برخو کې فعالیت کوو.
جمهوررئیس غني د مصر د الازهر جامعې د استادانو د عبادتونو او طاعاتو د قبلېدو هیله وکړه، ويې ویل: افغانستان او مصر پخواني او دوامداره علایق لري او دا مناسبتونه هراړخیز او اصولي دي چې په بېلابېلو برخو کې دوام لري.
هغه زیاته کړه افغان سیدجمال الدین او محمدعبده له فکري اړخه د هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان او مصر ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو کې اساسي رول لرلی دی.
جمهوررئیس څرګنده کړه، له الازهرشریف سره زموږ اړیکي مهمې او زموږ لپاره ویاړ دی، دغه راز په افغانستان کې پر بېلابېلو شخصیتونو د الازهرشریف تاثیر په ښه ډول له ورایه معلومېږي.
جمهوررئیس غني د الازهر شریف جامعې د استادانو رول د اسلامي ارزښتونو په پېژندنې او د عامه ذهنیتونو د روښانولو په برخه کې مهم وباله وې ویل، د قانون په ځانګړي ډول د جزایي او مدني قوانینو په برخه کې د مصر تجربې زموږ لپاره مهمې دي.
د هېواد جمهوررئیس د مسلمان امت پر یووالي ټینګار وکړ او یادو استادانو ته یې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله.
د دې کتنې په پای کې ډاکټر مصطفی عبدالجلیل جمهوررئیس غني ته لوح تقدیر ورکړ او هغه ته یې د لازیاتې بریا هیله وکړه.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.