18 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نوې ټاکنې

کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٥نيټه : د سترې محکمې په وړانديز او د...

يونسکو په نشراتي برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره همکاري کوي

کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٥نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو...

د جګړې په شرايطو او بيړنيو حالاتوکې د ښځو د ساتنې د پاليسۍ مسوده برابره شوه

کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٥نيټه : د ښځو چارو وزارت په جنګي شرايطو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس : په ټول هېواد کې څه دپاسه شپږو مليونو تنو دراى ورکولو لپاره نومونه ليکلي دي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دغبرګولي  څليرويشتمه
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس پرون په يوه خبري غونډه کې اعلام وکړچې دپارلماني او دولسواليو دشوراګانو دانتخاباتو لپاره تراوسه پورې دڅه دپاسه  دوو مليونو تنو راى ورکوونکو ښځو په ګډون څه دپاسه  شپږومليونو تنو نومونه ليکلي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې خبري غونډه کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس  ګلاجان عبدالبديع صياد وويل  دراى ورکوونکو د نوم ليکنې  دوه پړاونه چې دوري دمياشتې له پنځه ويشتمې نيټې څخه دهېواددولايتونو په مرکزونو او ولسواليو  کې پيل شوي و  دغبرګولې دمياشتې په دوه ويشتمه نيټه پاى ته ورسيدل  خو په کليو کې  دراى ورکوونکو نوم ليکنه به دروان کال دچنګاښ دمياشتې تر پنځلسمې  نيټې پورې دوام ولري . 
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس وايي چې تراوسه پورې ٢٣٩٦تنو دپارلماني   انتخاباتو لپاره نومونه  ليکلي دي چې  ٣٨١ تنه يې ښځې دي .
  دى وايي چې ديوشمير غوښتوونکو دسندونو دپړاونو دنه بشپړيدوپه دليل  ښايي دغه شمير  بدلون ومومي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  رييس  زياته کړه چې تراوسه پورې څه دپاسه دريو زرو تنو هم ځانونه دولسواليودشوراګانو دانتخاباتو لپاره نوماند کړي دي چې يواځې  ٢٠٧ تنه يې ښځې دي .
ده څرګنده کړه چې دپارلماني  او دولسواليو  دشوراګانو دانتخاباتو دنوماندانو نوم ليکنه دروان کال  دغبرګولي دمياشتې په پنځمه  نيټه پل شوي و او وړمه ورځ پاى ته ورسيدل او  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  دتصميم پربنسټ دولسواليو   دشوراګانو د انتخاباتو دنوماندانو دنوم ليکنې  کار هم ددوو نورو ورځو لپاره  تمديد شوى دى .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دزماني جدول له مخې دانتخاباتو د نوماندانو لومړني فهرست به دچنګاښ دمياشتې په اوومه  نيټه اعلام شي او وروستي فهرست  به يې دشکايتونو له څيړنې وروسته دزمري دمياشتې په دولسمه نيټه اعلام شي .
  ټاکل شوې ده چې پارلماني او دولسواليو دشوراګانو انتخابات د روان کال دتلې  دمياشتې په اته ويشتمه نيټه  ترسره شي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.