14 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هرات د نړيوال هوايي ډګر د پراختيا په اړوند خبرې وشوې

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د ملکي هوايي چلند د خپلواکې...

په فراه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : دوه تنه وسله وال طالبان پرون...

په بغلان کې اعتراضونه پاى ته ورسيدل

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د بغلان د زاړه ښار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهېوادپه لويديځ دافغان پوځيانو دروزنې لپاره دمرستې په دوام دايټالوي جنرال ټينګار

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دغبرګولي  څليرويشتمه
يو مجرب ايټالوي جنرال دلويديځ زون مشورتي تعليمي او کومکي  قوماندان په توګه معرفي شو او په کار يې پيل وکړ
دهرات والي محمد اصف رحيمي دجنرال لوکاى کاراى پرځاى دلويديځ زون دمشورتي  تعليمي او کومکي قوماندان په توګه د بريدجنرال فرانچسکو برونو دمعرفي کولو په مراسمو کې زموږ دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دروزنې او مشورې ورکولو په کار کې دايټاليا هېواد دهمکارى  له امله قدرداني وکړه .
په دغو مراسمو کې چې يوشمير مرکزي  مقاماتو ، په کابل کې دايټاليا سفير ، په افغانستان کې  دغوڅ ملاتړ دماموريت  قوماندان او دلويديځ  زون دولايتونو جګپوړو امنيتي مقاماتو برخه لرله دهرات والي وويل:  له شک پرته  زموږ دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دروزنې اوسمبالولو  په کار کې دنړيوالو دوستانو همکاري په داسې ډول ددغو ځواکونو دپرمختګ سبب شوې ده چې همدااوس دهېواد په کچه دټولو پوځي عملياتو رهبري  دامنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا په خپلواک  ډول  او دنړيوالو دوستانو په همکارى  ترسره کېږي . 
دهرات والي هيله وکړه چې نړيواله ټولنه او دوست هېوادونه دهوايي ځواکونو دسمبالښت او دغه راز ددغو ځواکونو داړتيا وړ  پرمختللو پوځي وسايطو دبرابرولو  او تدارک په برخه کې خپلې همکارى لازياتې پراخې کړي .
دهرات والي په کابل کې دايټاليا له سفير څخه وغوښتل چې دژمنه شويو پروژو اجرايي چارې دې په جدي توګه تعقيب کړي چې دهرات _ چشت شريف دسړک  ،  دخواف _ هرات داوسپنې پټلۍ دڅلورمې قطعې او دهوايي  ډګر دبياجوړولو اوپراختيا دپيل زمينه برابره شي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.