20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : ددښمن داټکل پرخلاف...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جمهور رئیس غني د حکم په اساس د ملي دفاع وزارت یو شمېر منسوبینو ترفیع وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دغبرګولي  څليرويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت د یو شمېر افسرانو د ترفیع په مراسمو کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې جوړ شوي و، ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې مراسمو کې چې د ملي دفاع وزارت رهبري هم حضور درلود، د جمهوري ریاست فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر د ملي دفاع وزارت د یو شمېر افسرانو د ترفیع په اړه د جمهور رئیس حکمونه ولوستل.
په دوه جلاجلا حکمونو کې راغلي چې د ملي دفاع وزارت د پیشنهاد او وطن ته د خدمت، د امنیت د تامین، د حاکمیت د ټینګښت او دښمن پر ضد د مبارزې په برخه کې د ملي دفاع وزارت د ۲۳ تنو افسرانو ښو او ارزښتناکو خدمتونو ته د درناوي په اساس د هغوی د رتبو ترفیع منظور ده.
د هېواد جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان ۹ تنه بریدجنرالانو ته د تورجنرالۍ او څوارلس تنوډګروالانو ته بریدجنرالي ورکړه.
د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان هغو افسرانو ته د تبریکۍ په ترڅ کې چې ترفیع یې کړې، دملي دفاع وزارت څخه د شفافې پروسې او  د افسرانو د انتخاب له امله مننه وکړه. 
هغه د ملي دفاع وزارت منسوبینو ته په خطاب کې وویل: تاسو په خپل شجاعت او قربانۍ سره د هغوی منطق چې څلورکاله وړاندې په دې نظر و چې د افغانستان اردو له دښمن سره د مقابلې او د وطن ساتنې ځواکمني نه لري، برعکس ثابت کړ.
هغه زیاته کړه، ستاسو اتلولي او فعالیتونه د دې لامل شول چې موږ د قدرت موقف څخه اوربند اعلان کړو او موږ د داسې سولې غوښتونکي یوو چې زموږ د وسله والو ځواکونو ملي والی او مسلکي والی په کې تامین وي.
په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزیرسترجنرال طارق شاه بهرامي خبرې وکړې او د وسله والو ځواکونو د مواظبت، هغوی ته د رسېدنې او هڅونې په برخه کې یې له  جمهور رئیس څخه قدرداني وکړه ويې ویل: زموږ تمرکز په مقدسه دفاع، د څلورکلن امنیتي پلان پر تطبیق او ملي اردو کې د اصلاحاتو پر درې شاخصونو استوار دی. 
هغه زیاته کړه، په درې یادو شاخصونو کې ملي دفاع وزارت پام وړ پرمختګونه او لاسته راوړنې لري او ډاډ یې ورکړ چې وسله وال ځواکونه د خدای، هېواد او دندې تر شعار لاندې په صداقت او مېړانه قربانۍ ته چمتو دي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.