14 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د روی دو آب بې ځايه شويو خلکو ته سر پناه جوړيږي

کابل باختر د لړم درې ويشتمه : په سمنګانو ولايت کې...

د هېواد په جنوب کې د زون په کچه د یتیمانو لپاره ښوونیز مرکز جوړېږي

قندهار باختر د لړم ۲۳ مه د قندهار ولایت د دويمې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امريکا: افغانستان کې وروستي اوربند سولې ته هيله ډېره کړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

نړيوالې خبري منابع \باختر دغبرګولي دمياشتې٣١ نيټه : امريکايۍ ورځپاڼې مرين ټايمز ليکلي چې افغانستان کې له وروستي اوربند نه پس امريکايي چارواکي د افغان سولې په تړاو په محتاط ډول هيله من شوي. ورځپاڼه وايي : د امريکا د دفاع وزارت يوې لوړ پوړې چارواکې کانګريس ته ويلي چې افغانستان کې له وروستي اوربند وروسته دسولې لپاره هيله ډېره شوې. ورځپاڼې د سويلې او منځنۍ آسيا چارو لپاره د امريکا د دفاع وزارت د معين مرستيالې الېس وېلس څرگندونې را اخيستې چې د بهرنيو چارو جرګه ګۍ ته يې ويلي: "له شپاړس کلنې جگړې وروسته اوس سږ کال موږ د سولې داسې يوه بهير پيلېدا لپاره ريښتونى فرصت وينو چې کېداى شي د شخړې د هوارۍ لامل شي." ورځپاڼه وايي: که څه د هم بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د سولې د بهير پيلېدل مهم لومړيتوب بللى خو د افغانستان د ملي واکمنۍ په پار يې له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې رد کړې خو چمتو دى چې په خبرو اترو کې ګډون وکړي او ورته آسانتياوې برابرې کړي. اغلې وېلز د کانگرېس غړو ته ويلي دا چې ځينو افغان ځواکونو او طالبانو په گډه د اختر لمونځ وکړ مثبته نښه ده. دغې امريکايۍ چارواکي ويلي که افغان ځواکونه او د طالبانو عادي وسله وال يو ځاى د اختر لمونځ ادا کولاى شي نو افغانان په هر دليل په دې باوري کېږي چې مشران يې جگړې ته د پاى ټکي اېښوولو په موخه خبرو اترو ته سره کېناستلی شي. خو ورځپاڼه وايي، د کانگرېس ځينو غړو په دې تړاو شک څرګند کړ او پوښتنه يې وکړه امريکا د دغه په ټپه ولاړ حالت بدلولو او خبرو اترو ته د طالبانو د اړ کولو په برخه کې څه کولاى شي؟ ورځپاڼه وايي اغلې وېلز هغوى ته په ځواب کې وويل چې د دې مسايلو په اړه بايد افغانان خبرې وکړي نه دا چې د افغانانو پر سر نورې خبرې وکړي. پاى \ ذکرالله \

Last modified on Friday, 22 June 2018 07:28

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.