16 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اووه تنه وسله وال طالبان په فارياب کې دسولې له بهيرسره  يوځاى شول .

اووه تنه وسله وال طالبان په فارياب کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول .

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه : اووه تنه وسله و ال...

استاد دانش :  امارتي، عبوري اولنډ مهال حکومتونه  صفر نفطې  ته ستنيدل دي .

استاد دانش : امارتي، عبوري اولنډ مهال حکومتونه صفر نفطې ته ستنيدل دي .

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دويم مرستيال...

جمهوررئیس غني د ترکیې د دفاع وزیر خپل حضور ته ومانه

جمهوررئیس غني د ترکیې د دفاع وزیر خپل حضور ته ومانه

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني په کابل کې د اروپايي ټولنې استوګنو سفیرانو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل\باختر دچنګاښ دمياشتې٢ نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په کابل کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له استوګنو سفیرانو، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له سفیر، د استرالیا سفیر، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له استازي او په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي سره د سولې پروسې او اوربند د وروستیو پرمختګونو په اړه ګده ناسته درلوده. د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه ناسته چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې وشوه، یادو سفیرانو د اوربند په اړه د افغانستان حکومت جرآاتمندانه اوبا تدبیره اقدامات وستایل. اوربند او د اوربند مودې د غځېدو د طرحې په اړه خپلې مشخصې پوښتنې او اندېښنې مطرح کړې. د هېواد جمهور رئیس له اوربند څخه مخکې د حکومت د پلانونو او د اوربند په جریان کې د افغانستان حکومت له خوا د اوضاع د مدیریت په اړه معلومات ورکړل. هغه زیاته کړه، اوربند اوس په هېواد کې په یوې خودجوشه ولسي غوښتنه بدل شوی دی.# پاى_ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.