14 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

تبصره

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : دهېواد دفاعي او امنيتي...

 دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  دانګلستان د سفير له مرستيال سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دانګلستان د سفير له مرستيال سره وکتل .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د انتخاباتو په کارکې د لاسوهنې له امله د انتخاباتو د کميسيون شکايت

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

_ کابل \باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په کارکې د واليانو او د سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون په ولايتونوکې د يوشمېر سيمه ييزو مقاماتو د لاسوهنې له امله له انديښنو وروسته د کورنيو چارو وزارت د دغې موضوع د څيړنې لپاره يو هيئت موظف کړى دى . دا په داسې حال کې ده چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولينو دشکايت په ډول د دغه کميسيون په کار کې د سيمه ييزو مقاماتو په مداخلې انتقاد کړى او د هغې د څيړنې غوښتنه يې کړې ده. د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د کورنيو چارو د وزارت وياند وايي: د انتنخاباتو د خپلواک کمييسون د شکايتونو پربنسټ چې ګنې يو شمېر سيميه ييز مقامات د انتخاباتو دخپلواک کميسيون په کارکې لاسوهنه کوي چې د کورنيو چارو وزارت د دغې موضوع د څيړنې لپاره هئيت ولايتونو ته استولى دى چې ډير ژر به خپلې څيړنې بشپړې او نتيجې به يې اعلام شي . د ده د څرګندونوله مخې: د ولايتونو او د ولسواليو په کچه د دولتي مقاماتو او د سيمه ييزو قوماندانانو لاسوهنې څيړل کيږي او په هغه صورت کې چې د سيمه ييزو قوماندانانو لاسوهنه ثابته شي؛ د کورنيو چارو وزارت به له قانون سره سم له هغوى سره چلند وکړي. د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد لس ورځې مخکې د دغه کميسيون په کارکې د واليانو، ولسوالان او د پوليسو د قوماندانانو په ګډون د يوشمېر سيمه ييزو مقاماتو په سليقوي چلند انتقاد وکړ او له حکومت څخه يې د دغو لاسوهنو د مخنيوي غوښتنه وکړه. د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رئيس د دغې موضوع په اړوند په مشخص ډول د قندهار ولايت په امنيه قوماندان جنرال رازق د دغه کميسيون په کار کې د لاسوهنې تور ولګاوه چې دغه ادعا د جنرال رازق له خوا رد شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مسوولين وايي چې په ولايتونوکې د زور واکو له خوا هر راز لاسوهنه ددغه کميسيون د کارکوونکو ناپيلتوب تر پوښتنې لاندې نيسي . په داسې حال کې چې د پارلماني انتخاباتو په ترسره کولوکې درې کلن ځنډ د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د حکومت د ارادې په باب د خلکو ترمنځ شکونه او ترديدونه رامنځته کړي دي. خو د انتخاباتو خپلواک کميسيون تل د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو ډاډ ورکړى دى او امنيتي ارګانونو هم ويلي دي چې د انتخاباتو او په دغه بهيرکې د شاملو کارکوونکو د امنيت د تامينولو لپاره يې لازمې تيارۍ تر لاس لاندې نيولې دي. پاى \ ج\ ذ

Last modified on Sunday, 24 June 2018 13:12

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.