19 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مشرانو جرګې عمومي غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ  دريمه :
د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې دافغانستان په اړه، د سعودی عربستان د پاچا او حرمینو شریفینو د امامانو د وروستي دریځ هرکلی وشو.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په غونډه کې د سعودی عربستان د پاچا له دریځ څخه چې ویلي یې دي، اسلامي نړۍ د افغانستان له پاره د سیاسي غوره راتلونکي په لټه کې ده اوټینګاريي کړی چې په جګړه کې دى ښکیل لوري اوربند وکړي او د حرمینو شریفینو د امامانو څرګندونې چې په افغانستان کې يې د جګړې د دریدو او سملاسي اوربند غوښتنه کړې او د ښکیلو لوروته یې بلنه ورکړه، چې په دې پاکو ځایونو کې دې خپل اختلافونه حل کړي، هرکلې وشو او دغه ګام د سولې په بهیر کې یو ښه زیری وګڼل شو او زیاته شوه  چې دا ډول دریځونه بی ساري دي او باید سعودي عربستان په عملي توګه لاس په کار شي او ټولې ډلې چې د افغانستان په جګړه کې ښکېلې دي، تر فشار لاندې راوړي، ځکه سعودي عربستان د افغانستان دقضیې په حل کې اغیزناک رول لري او د دې تر څنګ سناتورانوپه سعودي عربستان کې د چارواکو زیري ورکوونکي څرګندونې نوموړي هیواد ته د فضل هادی مسلم یار د وروستي سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره دده د خبرو اترو پایله وبلله اود مشرانوجرګې د رئیس او پلاوي څخه يې د سیمې دوضعیت په اړه د هر اړخیزه توضیحاتوڅخه مننه وکړه.
دغه راز د غونډې په آزادو بحثونو کې لومړي نایب او د مجلس یو شمېر نورو غړو په ننګرهار ولایت کې د فضل هادي مسلم یار پر ورور او دده د کورنیو په نورو غړو ناوړه برید خواشینوونکې وباله او و یې ویل، دوی د دعا کولو لپاره خپلې پلرنۍ ادیرې ته تللي وو، د لارې په اوږدو کې پرې دوه چاودنې وشوې چې په دې پیښه کې یو شمېر ټپیان شول او زیاته یې کړه چې تروریستان د خپلي کینې له مخې د فضل هادي مسلمیار د کورنۍ په غړو پرله پسې بریدونه کوي او مسلم یاراود کورنۍ غړي يې باید دخپل تګ راتګ په مهال اړین تدبیرونه ونیسي تر څو د دا ډول زړه بوږنوونکو پیښو مخنیوی وشي.
په غونډه کې یادونه وشوه چې د نيکمرغه کوچني اختر ورځو اوربند له تیریدو وروسته، په یو شمېر ولایتونو کې درنه جګړه روانه ده او امنیتي ځواکونو ته تلفات اوښتي او زیاته شوه د هېواد دښمنانو په څو سیمو کې مخکې تګ هم کړي اوآن دا چې د سرپل ولایت مرکز او د پکتیا ولایت د زرملې ولسوالۍ د سقوط په حال کې دي؛ چې باید اړوند ارګانونه لازم تدابیر ونیسی.
د کابل ولايت د امنیتی وضعیت په اړه د ملي دفاع وزیر پرونۍ څرګندونې خواشینوونکي وبلل، کابل ښار کې د جنایی جرمونو زیاتوالي او د غیر مسئولو وسله والو تګ راتګ، د هلمند ولایت د سولې کاروان له غړو سره په کتنې او د هغوی په ستاينې ټینګار، د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند په دوام ټینګار، د اقلیم بدلون، وچکالي او د هغې منفی اغیزې، د زورواکو له خوا د ټاکنو د برمته کیدو، د قومونو تر منځ د میدان وردګوولایت د ټولټاکنو د نوم لیکنې په بهیر کې بی عدالتي او ځینې نور مسایل مطرح شول.

د آزادو بحثونو په جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې رئیس د اختر په ورځو کې د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ له اوربند څخه ملاتړ وکړ او ویې ویل کوم فرصت او مناسب وخت چې د سولې له پاره رامنځته شوی، باید د دولت مخالفین ورڅخه ګټه واخلي او هم د سولې کاروان د نه ستړي کیدونکو هڅو او زړه ورتیا څخه د ملاتړ او قدردانۍ او د داسی با احساس حرکت څخه د بی ساري ملاتړ د څرګندولو تر څنګ یې زیاته کړه، سره له دې چې د افغانستان خلکو د اختر په ورځو کې د اعلام شوي اوربند څخه په خوښۍ لمانځنه وکړه؛ خو په خواشینۍ سره حقیراو ذلیل دښمن د چاودنو په ترڅ کې د ننګرهار لسګونه تنه شهیدان او ټپیان کړل.
همدا راز د غونډې رئیس څرګنده کړه چې همدا نن یې ورور حاجی شمس الرحمن مسلم یار چې د ننګرهار ولایت د ولایتی شورا غړی هم دی د دوو پرله پسې چاودنو څخه ژوندی وتلی چې دغه رازپیښې یواځې زما کورنۍ ته متوجه نه دې؛ بلکې هره ورځ د تروریستي ډلو له لوري هېوادوال په شهيدانيږي ، افغان ولس سولې ته تږي او د کلونو راهیسې یې د ټینګښت هیلې لري.
فضل هادي مسلم یار د سعودي عربستان شاهي هېواد ته د خپل وروستی سفر او د دغه هېواد دولتی چارواکو او د حرمینو شریفینو امامانو سره خپلو کتنو ته په اشارې سره د دغه هېواد د رسمي اعلامیې او د افغانستان د سولې بهیر او د جګړې د محکومولو په اړوند د حرمینو شریفینو د امامانو له خوا د خطبو ویلو څخه مننه او ملاتړ څرګند کړ او و یې ویل چې د خپل سفر په جریان کې یې د افغانستان په خلکو د تپل شوې جګړې  او د دې څخه د رامنځته شویو نه جبیره کیدونکو زیانونو په اړه یې بشپړ جزئیات د سعودي چارواکو په واک کې ورکړي دي او هیله کیږي چې دغه اسلامي ستر هېواد د افغانستان سولې په برخه کې غوره او لا زیات رول ولوبوي او د ترهګرو اصلي ملاتړی هېواد پاکستان تر فشار لاندې راولي تر څو د افغانستان په چارو کې د خپلو لاسوهنو څخه لاس په سر شي.
د غونډې په بله برخه کې د مشرانو جرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ  سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږد د څرنګوالي او نورو اړوندو مسایلو په اړه یو شمېر حکومتي چارواکي استجواب شول.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د ملکي هوایی چلند ادارې رئیس او د آریانا افغان هوایی شرکت د سرپرست څخه سناتورانو لیلما احمدي ، محمد رحیم حسن یار او نورو غړو بیت الله شریف ته د حاجیانو د لیږد بهیر د څرنګوالي، د حاجیانو د انتقال قرارداد د څرنګوالي، کام ایر هوایی شرکت ته د حاجیانو د لیږد قرارداد د ورکړې د علت او د دې بهیر څخه د آریانا افغان  شرکت د محرومیدو، د علمای کرامو د امنیت ساتنه، د هدیرو د احاطې، جوماتونو ته د رسمیت ورکولو او د ملا امامانو د استخدام د ځانګړتیاوو، د دینی مدرسو د فعالیت او پوهنې وزارت سره د دې د همغږۍ، د الوتکو د ټکټونو د بیو لوړوالي، الکوزي شرکت ته د ملکي هوایی چلند د ملکیت د ورکړې د علت، د ګروند هندلنګ خدمتونه او ځینې نور مسایل مطرح شول.
ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني د پوښتنو په ځواب  کې وویل دروان کال د فرضي حج بهیر کورنۍ چارې، د حاجیانو د لیږد قراردادونه، د استوګنې د ځای او خوړو قراردادونه او د الوتنو چارې بشپړي شوي دي او ټاکل شوې د ویزې له ورکړې  وروسته دچنګاښ په ۲۳مه د حاجیانو د انتقال لومړنۍ الوتنه ترسره شي او په سعودي کې د بیو د زیاتوالي سره سره، د هر حاجی لګښت دوه زره شپږسوه امریکایی ډالره ټاکل شوی دی.
فیض محمد عثماني زیاته کړه، د حاجیانو د لېږد د داوطلبۍ بهیر کې د آریانا افغان او کام ایر هوایی شرکتونو ګډون درلود او د شرایطو د تکمیل او د ګمارل شوي پلاوي له خوا د بېلا بېلو اړخونو د څیړنې وروسته د کام ایر هوایی شرکت وتوانید د کمې بیې په وړاندې کولو سره د دې داوطلبي وړونکې شي چې د آریانا افغان هوایی شرکت د اعتراضونو وروسته د ملی تدارکاتو کمېټې پریکړه وکړه چې د حاجیانو د انتقال بهیر دې د دواړو شرکتونو له خوا ترسره شي خو د آریاناافغان هوایی شرکت د کمې ګټې او الوتکو د نشتوالي پر بنسټ وروستۍ پریکړه د کام ایر په ګټه ترسره شوه.
ده وویل په پام کې ده چې په روان کال کې افغان حاجیانو ته لا ښه خدمات وړاندې شي او د حاجیانو له پاره د ښوونکو د لیږد بهیر په برخه کې څرګنده شوه چې د وزارت د کارکوونکو سربیره یو شمیر دیني عالمان هم د امتحان د اخیستو وروسته یاد بهیر ته پیژندل شوي دي.
په همدې توګه د آریانا افغان هوایي شرکت سرپرست د یاد شرکت او کام ایر هوایي شرکت سره معامله رد کړه او زیاته یې کړه چي د محکمې له حکم څخه وروسته پتېیل شوې د کام ایر هوایي شرکت دوولس میلیونه ډالره پورد اریانا شرکت  ته ورکړي نوموړي وویل د الوتکو د پرزو په پیرنې کې د تدارکاتو اوږد بهیر ډېرې ستونزې جوړې کړې وې چې د ولسمشر د لارښووني سره سم اوس مهال یاد شرکت ته صلاحیتونه ورکړل شوي دي چې د دوو الوتکو د پېر کار هم تر لاس لاندې دی او په نژدې راتلونکي کې به وپیرل شي .
  وروسته د ملکي هوانوردۍ د ادارې رئیس محمود شاه حبیبي د هېواد په هوایي ډګرونو کې د یادې ادارې د مسؤلیت، د الوتکو د ټکټونو د لوړوالي، صافي هوایي شرکت د ماتې لاملونه او ځینو نورو مسایلو په اړه توضیحات وړاندې کړل او زیاته یې کړه که څه هم د آریانا هوایي شرکت هغه الوتکې چې اوس مهال شتون لري زړې شوي خو د الوتنې وړتیا لري د دغه شرکت د پیاوړتیا لپاره یې د ملي وحدت د حکومت له مشرانو سره ناستې ترسره کړي اود هېواد جمهوررييس ژمنه کړې چې د دغه شرکت ته لس الوتکي وپیري او سربیره پر دې به د شرکت په مدیریت کې هم اړین اصلاحات را منځته شي ترڅو دغه شرکت مسافرو ته په کور دننه او بهر کې لا زیات غورهخدمتونه وړاندې کړي .پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.