19 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د هند له لومړي وزیر سره وکتل

کابل \باختردوږي دمياشتې٢٨نيټه : د افغانستان...

يوزرو پنځه کيلو ګرامه چرس ترلاسه شول

کابل \باختردوږي دمياشتې٢٨نيټه : په ننګرهار ولايت کې پرون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور رئیس غني د ناروې له لومړۍ وزیرې سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ د میاشتې ۲۰مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په بروکسل کې د ناروې له لومړۍ  وزیرې ایرنا سولبرګ سره په کتنه کې د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا، د سیمه‏ ییزو مسایلو، انکشافي پروژو، د امنیت د تامین  او د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ناروې لومړۍ وزیرې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ د جمهور رئیس له لوري د اوربند د نوښت د قدردانۍ ترڅنګ وویل، هېواد یې د اوبو د مدیریت او د سولې د مذاکراتوپه برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د ناروې لومړۍ وزیرې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت جدي اقدامات او د اصلاحاتو بهیر وستایه او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
جمهور رئیس د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ناروې ځواکونو له لوري د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې مننه او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ناروې د مرستو او ملاتړ قدرداني وکړه.
جمهور رئیس غني وویل، په حکومت کې د رهبرۍ په بېلابېلو برخو  او د سولې په پروسه کې ښځې رول لري او د سولې مذاکره کوونکي پلاوي کې به هم ښځو ته مهمه ونډه ورکړل شي.
هغه زیاته کړه: موږ غواړو د اوبو د مدیریت په برخه کې د ناروې له بریالیو تجربو څخه استفاده وکړو.#
پای - ذ 

Last modified on Wednesday, 11 July 2018 13:20

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.