24 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور رئیس غني د هالنډ له لومړي وزیر سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دچنګاښ ٢١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی  تير ماښام د هالنډ له  لومړي وزیر مارک رټ سره په پلازمېنه بروکسل کې وکتل.
دجمهوررييس   دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو، د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې د پروسې، اوربند، د ترهګرۍ او نشه یي توکو پر ضد د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د هالنډ لومړي وزیر وویل، هېواد یې چمتو دی چې د اوبو د مدیریت او حرفوي زده کړو په برخه کې د افغانستان له حکومت سره هر ډول همکارۍ وکړي.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره د هالنډ د له تېرو ملکي او نظامي همکاریو څخه په مننې له افغانستان سره د اوبو د مهارولو په برخه کې د همکاریو چمتووالي ته د هالنډ د لومړي وزیر قدرداني وکړه.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.