21 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني: موږ باید د ښوونځیو په جوړولو کې اغېزناک ودانېز میتودونه او محیطي شرایط په پام کې ونیسو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني  د پوهنې کال په خاطر د لوګر ولایت  محمداغې ولسوالۍ په سرخاب کلي کې د یوه ښوونځې د جوړولو لګښت ومانه.
دجمهوررئيس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :  په دې اړه  نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړو شویو مراسمو کې لومړی د پایتخت زون د پراختیا خپلواکې ادارې سرپرست فرهاد جلالزي د یاد ښوونځي په اړه چې ۳،۶ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي، معلومات ورکړل.                           وروسته جمهوررئیس دمالیې وزارت معین خالد پاینده ته  د ذکر شوي ښوونځي د جوړولو پیسې تسلیم کړې او ويې  ویل:  سږکال د پوهنې کال دی او هیله لرم دغه پیسې چې ما د دې ښوونځي د جوړولو په خاطر ورکړې    د هر افغان لپاره چې د ښوونځیو او پوهنتونود جوړولوتوان لري، یوه بېلګه واوسي.
هغه له ټولو والیانو او ښاروالانو وغوښتل چې د پوهنې کال د عملي کولو په خاطر د ښوونځیو  جوړولو عمومي اشر پیل کړي او دغه راز یې له هغو وطنوالو  څخه مننه وکړه چې د ښوونځیو جوړولو لپاره خپلې ځمکې ورکوي.                                                                                د هېواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې  وویل، موږ باید د ښوونځیو په جوړولو کې اغېزناک ودانېز میتودونه او محیطي شرایط په پام کې ونیسو. هغه اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې دغه  ښوونځی د شهید حشمت کرزي په نوم  ونوموي.
پاى \ ذکرالله \

Last modified on Thursday, 19 July 2018 21:15

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.