16 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په دایکنډي کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

په دایکنډي کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه په دایکنډي کې ولایت کې...

په هلمند کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

په هلمند کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه د هلمند ولایت په مارجې،...

په فراه کې پنځو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په فراه کې پنځو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه د فراه ولایت په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه :   
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست او د هغه له بېلابېلو برخو څخه  یې لیدنه وکړه.
دجمهوررئيس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ  : د دغه ارشیف د لیدنې پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې او یو شمېر دولتي چارواکو د جمهوررئیس ملتیا کوله، د پنځو سلطنتي برجونو انځورونه، تصویري، لیکلی او تخنیکي ارشیف، فلم  او ډیټجټال جوړونې او د اسنادو د ساتنې  (زیرمه) یې ولیدله.
د ارشیف د لیدنې پرمهال جمهوررئیس ته یو تن مسوول د بېلابېلو ځایونو په اړه معلومات ورکړل، ويې ویل، د دغه ارشیف اسناد د ارشیف په معیارونو ساتل شوي چې د لیکلي ارشیف برخه ( فرامین، مصوبې، احکام، پروتوکولونه او مکتوبونه) لري، د حکومتدارۍ د مختلفو دورو او بهرنیو حکومتونو او دولتونو سره د هغوی د سیاسي او سوداګریزو اړیکو تصویري ارشیف او همدارنګه د فلم اوغږیزارشیف دی چې دغازي امان خان له دورې تر ننه د فلم په بڼه مستند دي.
ورپسې مصر ته د غازي امان الله د سفر مستند فلم، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د ارواښاد ظاهرشاه دسفر مستند فلم او د هېواد د پخواني جمهوررئیس شهید محمد داوود خان د لوړې مراسمو فلم نندارې ته وړاندې شو.                                د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د ارشیف د مختلفوځایونو او د فلم له نندارې وروسته په خپلو خبرو کې د افغانستان خلکو او ټولو څیړونکو ته په ارګ کې د ارشیف د پرانیستې مبارکي ورکړه ويې ویل، زموږ  د ارشیف وضعیت ډېر دردونکی دی، ځکه مخکې لسګونه زره قطعې اسناد په یو صندوق کې پرا ته له دې چې طبقه بندي شي پراته ؤ.                                   جمهوررئیس وویل: د دغه ارشیف او د افغان فلم ارشیف لپاره چې کوم پلاوی ګومارل شوی و، د هغوی موندنې دا وې چې د ارشیف د ساتلو لپاره مناسب امکانات نه ؤ.                                                                           هغه دې ته په اشارې چې ارشیف یو مسلک دی او باید مسلکي کارکوونکي یې مدیریت کړي، وویل: د څیړونکو لپاره د ارشیف ټولو تصویري، تحریري او صوتي اسنادو ته لاسرسی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسلکي مقرراتو په اساس ورکول کېږي.                                                                همدارنګه جمهوررئیس څرګنده کړه، دغه اسناد ډیجټالي دي او کاپي ګانې دې       د څیړونکو د استفادې لپاره په یو ویب سایټ کې په لیکه شي.                           د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، د فلمونو ارشیف د افغانستان له تاریخ څخه یو څرګند تصویر دی. هغه له اړوندو مسوولانو څخه د ارشیف د پرانیستې په برخه کې د هغوی  له هڅو مننه وکړه.                                                  جمهوررئیس غني څرګنده کړه: په ارګ کې یو بله ودانۍ شته چې په هغه کې د افغانستان ټوله تاریخي خزانه ساتل کېږي چې له هغې نه استفاده د مرکزي بانک او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پورې اړه لري چې د ارګ مسوولین په دې برخه کې د هیڅ ډول مداخلې واک نه لري.                                             جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، زموږ فرهنګي میراث باید وساتل شي او فعاله استفاده ور څخه وشي او د ارشیف فلمونه دې د ملي تلویزیون له لارې نندارې ته وړاندې شي او دا به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره د عاید یو سرچینه شي.                                                                            همدارنګه هغه زیاته کړه،  د معارف شاګردانو او د پوهنتونونو محصلانو ته په کار ده چې د خپل مملکت له تاریخ سره اشنا شي او د دغه ارشیف د پرانیستو موخه هم دا ده چې هم د دغو اسنادو ساتنه وشي او هم ورته د متخصصینو او ټولو افغانانو د لاسرسي زمینه برابره شي.
پاى \ ذکرالله \

 

Last modified on Thursday, 19 July 2018 21:15

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.