11 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

عباس عراقچي به افغانستان ته راشي

کابل باختر دليندى شلمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو...

څلور تنه وسله وال طلابان په فراه کې ووژل شول

کابل باختر دليندى شلمه : څلور تنه وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د نيمروز د خلکو تحصن

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

_کا بل باختر د چنګاښ نهه ويشتمه :
په نيمروز ولايت کې دناامنيو او داداري  فساد پرخلاف غبرګون کې د دغه ولايت دخلکو تحصن دوام لري .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دنيمروز ولايت په سلګونو  تنو اوسيدونکو په دغه ولايت کې دناامنيو او داداري فساد  د زياتوالي پرخلاف  داعتراض په توګه له پنځو ورځو راپدېخوا دتحصن خېمه درولې ده او د دغه ولايت د والي او د ملي امنيت د ريېس دګوښه کېدو غوښتونکي دي .
د هرې ورځې په تېريدو سره ګڼ  شمېر کسان له دغه حرکت  سره يوځاى کېږي.
اعتراض کوونکي وايي تر هغه وخته پورې چې غوښتنې يې ونه منل  شي خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي .
يوتن تحصن کوونکي محمد نادر نورزايي وويل چې دنيمروز د والي  او د دغه ولايت دملي امنيت دريېس تر ګوښه کېدو پورې به له تحصن  او اعتراضونو څخه لاس وانه خلي .
ده زياته کړه چې؛ دنميروز والي له فساد سره دمبارزې په کار کې ناکام دى او په نيمروز ولايت کې فساد ، تعصب او ناامني د هرې ورځې په تېريدو  سره زياتېږي. هغه وويل دنيمروز ولايت دملي امنيت ريېس  هم د دغه ولايت دخلکو دامنيت په تامينولو  کې کوم کار نه دى کړى او د ترور قضيې د هرې ورځې  په تېريدو سره لاپسې زياتېږي .
داپه داسې حال کې ده چې په نيمروز ولايت کې د اصلي اوسيدونکو ترور د هرې ورځې په تېريدو سره زور اخلي او د حکومت له خوا د دغې ستونزې دحل کولو  لپاره کوم تدبير نه دى نيول شوى  او دغه موضوع د دې تحصن دپيل اصلي او مهم دليل دى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.