18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیا کې د دوو خونړیو پېښو مخه ونيول شوه

کابل/باختر/ د وږي ۲۷مه هوايي ځواکونو د پکتیا د زرملې ولسوالۍ...

يو انس سره زر په ١٥٠٠ډالرو پلورل کېږي

کابل/باختر/ د وږي٢٧مه په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر...

په ننګرهارکې سلګونو کورنيو روغتيايي اوبو ته لاسرسى پيدا کړ

کابل/باختر/ د وږي ۲٧مه په ننګرهارکې سلګونو کليوالي کورنيو روغتيايي اوبو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اروپايي اتحادیه د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د مرستو پر زیاتیدو غور کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر د چنګاښ دمیاشتې ۳۰مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د خپل کار په دفتر کې د ارپايي اتحادیې سفیر ښاغلي پیري مایيډن او له بروکسل څخه راغلي پلاوي سره وکتل.
د ملی امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې لیدنه کې دواړو لورو د اروپايي اتحادیې پر هغه چمتو والي خبرې وکړې چې له مخې به یې له افغان ځواکونو په ځانګړي توګه د پولیسو د روزنې لپاره مرستې زیاتې شي.
ښاغلي پیري ماییډن د ملي امنیت سلاکار ته د مالومات د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې اروپايي اتحادیه په پلان کې لري چې د افغان پولیسو د روزنې، د قانون د حاکمیت په برخه کې د وړتیاوو د لوړاوي او په خاص ډول د ښځینه پولیسو د مسلکي روزنې په برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته پراختیا ورکړي.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د اروپايي اتحادیې له چمتو والي څخه هرکلي وکړ او هغه ستراتیژیکې طرحې او برنامې یې د اروپايي اتحادیې له سفیر سره شریکې کړې چې افغان حکومت تر لاس لاندې نیولي.
ښاغلي اتمر وویل، چې اروپايي اتحادیه کولی، شي چې له یادو برنامو څخه حمایت وکړي تر څو په ټاکلي وخت د بریالیتوب پړاوو ته ورسیږي.
دواړو لورو د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو د وړتیا په لوړیدو او د مساعدې فضا په ایجادوهم خبرې وکړې. دوی ټینګار وکړ چې د ښځینه پولیسو کاري او مسلکي وړتیاوې به ټولو افغانو میرمنو ته د دې زمینه برابره کړي، ترڅو عدالت او حق غوښتنې ته لاس رسی ولري.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وویل چې ملي پولیس له جنګ او محاربوي چارو څخه خپلو اصلي دندو ته چې د قانون تنفیذ دی، رهبري شو او دا بهیر به نور هم توانمند او قوي شي. پای ـ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.