20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : ددښمن داټکل پرخلاف...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور رئیس غني د کابل د عیدګاه جومات د ترميم او بیارغاونې چارې له نږدې وکتلې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل باختر د زمري ١٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د کابل عیدګاه جومات ته ورغی او د دغه جومات د ترميم او بیارغاونې چارې یې له نږدې وکتلې. 
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهور رئیس ته دوه تنو انجینرانو د جومات د بېلابېلو برخو د بیارغاونې او مرمت په اړه معلومات ورکړل ويې ویل، دوی هڅه کوي په ډېر فني او مسلکي توګه چې د جومات تاریخي اصالت ورسره را ژوندی شي خپل کارونه پر مخ یوسي.
ورپسې جمهور رئیس په خپلو خبرو کې د عیدګاه جومات د بیارغاونې او ترميم چارو پيلېدل د تاریخي اثارو په ځانګړي ډول د تاریخي جوماتونو د بیارغاونې او ساتنې په لور یو مهم ګام وباله ويې ویل، تېر انفجار کې دغه تاریخي جومات ته زیاته صدمه رسېدلې وه، له تاریخي اثارو سره تل سطحي چلند شوی دی او ډاډ یې ورکړ چې تاریخي او نویو جوماتونو ته به پاملرنه زیاته شي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، په افغاني سبک د عالي ټیپیک جوماتونو نقشې دې چمتو شي چې له مخې یې جوماتونه جوړ شي او ټینګار یې وکړ چې د جوماتونو په جوړولو کې باید کورني توکي ولګول شي او داسې معماري په میراث پاتې شي چې راتلونکي نسلونو ته خوښي ور وبښي او هم د خدای (ج) د رضایت سبب شي.
هغه د هرات، قندهار، پل خشتي جوماتونو بیارغاونې ته په اشارې وویل، د تاریخي جوماتونو بیارغاول اوږد کار، زیات دقت او غور غواړي او زیاته یې کړه چې د دې ټولو جوماتونو په بیارغاونه کې باید تیموري ـ غوري سبک وساتل شي.پاى\عطاءالله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.