18 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه : دباميانو ولايت دپوهنتون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني: په عامه تاسیساتو او فرهنګي بنسټونو برید ستر جنایت او نه بښونکی عمل دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د  زمري  ٢٤:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې لپاره د ښځو ملي اجماع برنامه کې چې د اماني لېسې په تالار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ او د سولې لپاره یې له اوربند څخه د ښځو د ملي اجماع دملاتړله امله مننه وکړه.
دجمهوررييس دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دغه پروګرام کې د هېواد پر لومړۍ مېرمن سربېره یو شمېر لوړ پوړو حکومتي چارواکو هم حضور درلود، د هېواد جمهوررئیس په پيل کې د ټولو شهیدانو په ځانګړي ډول د وسله والو ځواکونو او د غزني، فاریاب او بغلان د وروستیو پېښو شهیدانو ته دعا وکړه.
محمد اشرف غني غزنی د اسلامي نړۍ پلازمینه وباله وې ویل:  په فرهنګي پلازمینه برید، د اسلامي هېوادونو په ارزښتونو برید دی، په عامه تاسیساتو او فرهنګي مرکزونو بریدستر جنایت او نه بښونکی عمل دی.
جمهوررئیس زیاته کړه، د غزني درد زما او د ټولو افغانانو درد دی، په دغه ولایت برید له اسلام او د دیني علماوو فتوا سره په تضاد کې دی. هغه څرګنده کړه، تېره اونۍ یې زیات وخت د غزني په مسئلې لګولی دی.
جمهوررئیس غني وویل، په غزني ولایت کې امنیتي پلان تطبیق شوی دی بیړنۍ مرستې او لازم اکمالات دغه ولایت ته رسېدلي دي چې ژر به د غزني خلکو ته د مرستې رسونې پلان عملي شي.
جمهوررئیس زیاته کړه: زموږ موخه پایداره سوله او د افغانستان د ۴۰کلن بحران ختمول دي. ناپایداره او هغه سوله چې ښځې په کې ونډه ونه لري او زموږ دیني او د اساسي قانون ارزښتونه په کې تعریف شوي نه وي، نه غواړو.
جمهوررئیس محمداشرف غني دې ته په اشارې چې د پایدارې سولې حدود باید روښانه وي، پر سراسري اجماع په ټینګار سره وویل، د سولې تړون به په رڼا ورځ او د ملت په پرېکړه ترسره شي، نه په توره شپه او د دروازو شاته.
جمهوررئیس وویل، د سولې د ټینګښت لپاره سرونه قربانوو، خو تر هغو چې ملت او د ټولنې ښځې يې تائید نه کړي، موږ د سولې د تړون د لاسلیک واک نلرو. سوله ملي پروسه ده او باید ټول په کې ونډه ولري، له خلکو او بېلابېلو اقشارو سره د پراخو مشورو پرته د سولې حدود نشو ټاکلی.
محمد اشرف غني څرګنده کړه چې ملت پر سولې اجماع لري او سوله هر افغان پورې اړه لري او د هر افغان غوښتنه ده. دغې پروسې ته سیاسي نوم ورکول د بي اتفاقۍ لامل کېږي، ځکه په دې لار کې د هېواد له هرې څنډې قرباني ورکوو او جنګ په ټولو افغانانو تحمیل شوی دی.
جمهوررئیس د سولې د ټینګښت په خاطر په واضح لار نقشې ټینګار وکړ وې ویل، د یوې سمې لارنقشې پرته مقصد ته نه رسېږو. هغه د لار نقشې د ټاکلو لپاره د سولې په خاطر مستقیم مذاکرات مهم وبلل. هغه وویل، بین الافغاني مذاکرات د دې په خاطر کېږي چې دا یوه افغاني پروسه ده او باید مخامخ خبرې وشي او غوښتنې طبقه بندي شي. جمهوررئیس ټینګار وکړ، پرته له یو ګاونډي هېواد څخه، په هر ځای کې مذاکراتو ته چمتو یوو. 
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، اوسنی بحث د حکومت او طالبانو ترمنځ موضوع نه ده، بلکې دا د طالبانو او ملت ترمنځ ده او زه د طالبانو له مشرانو غواړم چې د غزني ولایت پېښه وغندي.
هغه زیاته کړه: بین المللي مذاکرات، د اسلامي هېوادونو ترمنځ مذاکرات، د ملت په تصمیم د سولې د تړون تصویب او د تطبیق مرحله یې د افغانستان د سولې د مذاکراتو مهم پړاو دی چې د تطبیق په مرحله کې یې باید له شپږو میاشتو نیولې تر یو کال پورې د باور بشپړه فضا رامنځته شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان د راتلونکي لپاره باید بنیادي کار وکړو او ستاسو اجماع ستاسو د راتلونکي انتخاب دی او د ښځو نقش یې د سولې په بهیر کې مهم وباله. هغه زیاته کړه، افغانو ښځو نن ثابته کړه چې په څنډه کې نه دي، بلکې د ټولو قضایاوو په متن کې شاملې شوي دي.
هغه څرګنده کړه، لا هم د ښځو د مشارکت او پرمختګ په لار کې خنډونه شته چې باید له مخې لیرې شي.
جمهوررئیس د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د ښځو له حضور څخه په مننې وویل: افغانه ښځه نور نه غواړي شاته لاړه شي او همداسې به پر مخ درومي. هغه د دوی له کورنیو څخه مننه وکړه.
په دغو مراسمو کې هغه یولس ماده‌يي پرېکړه لیک چې د سولې لپاره د ښځو په ملي اجماع کې تصویب شوی و، د یوې ګډونوالې له خوا ولوستل شو.
هغوی په دغه پرېکړه لیک کې د سولې په اړه د دیني عالمانو او اسلامي نړۍ د عالمانو د متفقې فتوا او امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو ملاتړ وکړ او د طالبانو د بریدونو د غندنې تر څنګ یې له هغوی وغوښتل چې انسان وژنه بنده کړي. همدارنګه یې له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په چارو کې مداخله ونه کړي. 
پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.