12 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کندز ولايت د اړوندو ولسواليو او ددغه ولايت دمرکز د کلسترکولو پروګرام پيل شو

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د کندز ولايت د مرکز او...

سل انځور شوي آثار نندارې ته وړاندې شول

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د افغانستان د دوو تنو انځورګرانو...

د افغانانو د سولې طرحه د هند له سفير سره د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين د کتنې محور

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرمان

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل باختر دزمري ٢٦: دهېواد د خپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو د ٩٩ کاليزې او دنيکمرغه لوى اختر درارسيدو په مناسبت دمحجوزينو او بنديانو دمجازاتو دتخفيف او بخښنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني فرمان . دافغانستان داساسي قانون د ٦٤ مادې په ١٨ جز کې د درج شوي حکم له مخې دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو د ٩٩ يميې کاليزې او دنيکمرغه لوى اختر درارسيدو په مناسبت د(ملکي او نظامي) په ګډون دمحکومينو دحجز اوبند دمجازاتو تخفيف او بخښنه چې دمحکمو په قطعي او نهايي حکم محکوم شوي دي په لاندې ډول منظوره ده . دمحجوزينو دمجازاتو تخفيف اوبخښنه لومړي ماده ١_ دهغومحجوزينو دمجازاتو پاتې موده دې چې دحجز تر څلورو کلونو پورې په مجازاتو محوم شوي دي، دپاتې مودې له په پام کې نيولو پرته دې وبخښل شي او له حجز څخه دې خوشې شي . ٢_ دهغو محجوزينو دمجازاتو پاتې موده چې دحجز له څلورو کلونو څخه زيات په مجازاتو محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې دخپلو مجازاتو نيمايي موده يې په حجز کې تيره کړې وي وبخښل شي او له حجز څخه دې ازاد شي . ٣_ ددې مادې په ( ١او ٢) فقرو کې درج شوې محجوزين چې په دې فرمان کې دبخښنې له درج شويو ښيګڼو څخه ګټه نه اخلي دهغوى دحجز نيمايي موده دې تخفيف شي . دشيدې خور ماشوم لرونکو اودزيات عمر لرونکو ښځينه بنديانو دمجازاتو بخښنه دويمه ماده ١)) هغه بنديانې چې شيدې خور ماشوم لري اوپه پنځه کاله بند محګومې شوي دي دهغوى دمجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي او له بند څخه دې ازادې شي . ٢)) هغه ښځينه بنديانې چې لږ تر لږه تر٤٩کلنۍ عمر يا له دې څخه زيات بشپړ کړى وي او هغه نارينه بنديان چې د ٥٩ کلنۍ عمر يا له دې څخه لوړ بشپړ کړى وي او تر پنځو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي دهغوى دمجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي او له بند څخه دې ازاد شي . په نه علاج وړ ناروغيو داخته پنديانو بخښنه دريمه ماده ١)) په نه علاج وړ ناروغيو هغه اخته بنديان چې د لاندې شرطونو لرونکي دي له بند څخه دې ازاد شي . ١_ دهغوى درملنه ممکنه نه وي . ٢_ ناروغي يې خپل نهايي تګلوري وهلى وي . ٣_ دهغوى دروغتيا ښه والي او اعاده متصوره نه وي . ٢)) ددې مادې په ( ١) فقره کې ددرج شويو محکمينو په نه علاج وړ ناروغيو داخته بنديانو دتثبيت په مقصد په مرکز کې طبي هيئت په لاندې ترکيب سره رامنځته کېږي . ١_ دعامې روغتيا وزارت دمعالجوي طب لوى رييس درييس په توګه ٢_ دملي دفاع وزارت دروغتيا چارو له رياست څخه متخصص ډاکتر دغړي په توګه ٣_ دکورنيو چارو وزارت دروغتيايي چارو له رياست څخه متخصص ډاکتر دغړي په توګه ٤_ دملي امنيت دلوي رياست دروغتيايي چارو له رياست څخه متخصص ډاکتر دغړي په توګه ٥_ دازادي دصلب په محلاتو دنظارت دڅارنوالۍ درياست استازي دناظر په توګه ٣)) په نه علاج وړ ناروغيو داخته بنديانو دتثبيت په مقصد په ولايتونوکې طبي هيئت ددې مادې په (٢ ) فقره کې په درج شويو مراجعو پورې له اړندو واحدونو څخه جوړيږي دولايت دملي امنيت په اداره کې دمتخصص ډاکتر دنه شتون په صورت کې دروغتيا رياست يوبل ډاکتر موظف کوي . ٤)) دجيل اداره مکلفه ده ددې مادې په ( ١) فقره درج شوي ناروغان طبي هيئت ته معرفي کړي او دناروغى دتصديق په صورت کې دې ،دهغوى سندونه روغتيايي عالي کميسيون ته وړاندې کړي ٥)) هغه محکومين چې دولايتونو دروغتيايي کميسيون دتصميم له مخې، دنه علاج وړ تشخصيږي ، دغه محکومين دهغوى له سوابقو سره يوځاى مرکزي جيل ته ليږدول کېږي اوپه مرکز کې دروغتيايي عالي کميسيون دتصميم له نيولو وروسته دوروستيو اجرااتو لپاره دفرمان دتطبيق کميسيون ته سپارل کېږي . دبنديانو دمجازاتو بخښنه او تخفيف څلورمه ماده ١)) هغه بنديان چې تر يوکال پورې په بند محکوم شوي دي دتيرې شوې مودې په پام کې نيولو پرته دې دهغوى دمجازاتو پاتې موده وبخښل شي او له بند څخه دې ازاد شي . ٢)) هغه بنديان چې له يوکال څخه زيات تر شپږو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې دخپل بند څلورمه برخه موده يې په جيل کې تيره کړې وي دهغوى دمجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي او له بند څخه دې ازاد شي . ٣)) هغه بنديان چې له شپږو کلونو څخه زيات ترلسو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې دخپل بند دريمه برخه مجازات يې په جيل کې تيرکړى وي دهغوى پاتې مجازات دې وبخښل شي او له بند څخه دې ازاد شي . ٤)) هغه بنديان چې ددغې مادې په ( ١- ٢-٣) فقرو کې په درج شويو کټه ګوريو کې نه شاملېږي د هغوى دبندپه مجازاتو په موده کې دې په لاندې ډول تخفيف رامنځته شي . ١_ ددې فرمان ددې مادې په ١ فقرو او په پنځمه ماده کې ددرج شويو محکومينو په مجازاتو کې دهغوى دبند دمودې له څلورو برخو څخه درې برخې . ٢_ ددې مادې په ٢ فقره کې ددرج شويو محکومينو په مجازاتو کې دهغوى دبند نيمايي برخه . ٣_ ددې مادې په ( ٣) فقره کې ددرج شويو محکومينو په مجازاتو کې دوه کاله . ٤_ له لسو کلونو څخه زيات ترشپاړلسو کلونو پورې په بند دمحکومينو په مجازاتو کې يو نيم کال . ٥_ له شپاړلسو کلونو څخه زيات تر ديرشو کلونوپورې په بند دمحکومينو په مجازاتو کې يو کال . دنظامي منسوبينو دبند دمجازاتو بخښنه او تخفيف پنځمه ماده ١)) دملي اردو او دملي پوليسو هغه افسران ، بريدملان ( ساتمنان ) او سرتيري او دملي امنيت دلوى رياست او دنظامي تشکيلاتو دنورو لرونکو وزارتونو ادارو هغه منسوبين چې تر دريو کلونوپورې په بند محکوم شوي دي دتيرې شوې مودې په پام کې نيولو پرته دې دهغوى دپاتې مجازاتو موده وبخښل شي او له بند څخه دې ازاد شي . ٢)) دملي اردو او دملي پوليسو هغه افسران ،بريدملان ( ساتمنان ) او سرتيري او دملي امنيت دلوى رياست او دنورو نظامي تشکيلاتو لرونکو وزارتونواوادارو هغه منسوبين چې په اړوندو قطعاتو کې تريو کال پورې دتنفيذي بند په مجازاتو محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې دخپل بند څلورمه برخه يې په قطعه کې تيره کړې وي دهغوى دمجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي او له بند څخه دې ازاد شي . دبخښني او تخيف دمحدوديت او ممنوعيت حالات شپږمه ماده (١) لا ندې محجوزين ا وبنديان ددې فرمان دبخښني له ښيګڼو څخه مستفيد کېږي. ١_ د ١٣٩٣ کال د ١١٣٢ ګڼه رسمي جريده کې خپور شوى دجزايي اجرااتو دقانون د ٣٥٠ مادې په ٢ فقره کې ددرج شويو جرمونو بنديان. ٢_ دشوکمارۍ ( قطاع الطريقۍ ) دجرمونو محکومين . ٣_ دجزا دقانون په ( ٤٥٥- ٤٥٦-او ٤٥٧) مادو او دجزا دکود په ( (٧٠٢-٧٠٣او ٧٠٤) مادو کې ددرج شوې وسله والې غلا دجرمونو محکومين ٢)) له پنځو کلونو څخه زيات دحجز يا له لسو کلونو څخه زيات دبند په مجازات هغه محکومين چې دهغوى دمجازاتو نيمايي اويا له نيمايي څخه زيات دتخفيف او بخښنې دپخوانيو فرمانونو له امله تخفيف شوي وي خو داچې دهغوى دحبس يا حجز څخه له يو کال څخه کم پاتې شوې وي . ٢_ هغه محکومين چې دقصدي قتل دجرمونو د ارتکاب په سبب له هغو ماشومانو پرته چې په اداري فساد محکوم شوي دي خو داچې دقتل په جرم کې دمقتول ورثه ابرا کړې وي . ٣_ داعدام په جزا هغه محکومين چې دهغوى مجازات په بند تعديل شوي دي ٤_ هغه محکومين چې په روان کال کې دهغوى دمحکوم بها دحجز او يابند په موده کې تخفيف راغلي وي او هغه محکومين چې دجزا دقانون د ١٥٨ مادې او دجزا دکود د ٧٥ مادې له مخې محکوم شوي دي، په هغه صورت کې چې يوځل په کټ مټ جرم او مجازاتو په روان کال کې له تخفيف څخه مستفيد شوي وي . ٥_ هغه محجوزين او بنديان چې په حجز يا بند سربيره دمال په ردولو يا دتاوان په جبيره کولو او په نغدي جزا هم محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې دمحکوم بها ترلاسه شوي مال يا مدرک يې زيانمن ته ورکړي وي او يا ورکړي او يا دنغدي جزا نيمايي يې ددولتي واحد په حساب تحويل کړي وي يا تحويل کړي ددې فرمان په لومړي ماده او دڅلورمې مادې په ( ٤) فقره کې ددرج شوي تخفيف له ښيګڼو څخه مستفيد کېږي . (٣) لاندې محجوزين او بنديان په دې فرمان کې ددرج شوي بخښنې او تخفيف له ښيګڼو څخه نه مستفيد کېږي . ١_ دښځې پرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو په قانون کې ددرج شويوجرمونو محکومين . ٢_ دجزا دکود په ( ٦٣٦_ ٦٣٧_٦٣٩_ ٦٤٠_ ٦٤١_ ٦٦٨_ ٦٦٩_٦٧٠او ٦٧١) مادو کې ددرج شويو جرمونو محکومين . ٣_ دجزايي اجرااتو دقانون په ( ١) ګڼه ضميمه او دهغه په تعديلاتو کې ددرج شويوجرمونو محکومين . ٤_ دعسکري جزا دقانون په ( ١٥- ١٦-١٧-١٨-١٩ -٢٤- ٣٤- ٣٥او ٣٨ ) مادو کې ددرج شويو جرمونو محکومين چې په ١٣٨٧ کال درسمي جريدې په ٩٤٤ ګڼه کې خپور شوى او دعسکري جرمونو دقانون په ( ١٥- ١٧- ١٨-١٩-٢٠-٣٧-٣٨ او ٤١) مادوکې ددرج شوې جرمونو محکومين چې په ١٣٦٥ کال کې درسمي جريدې په ٦٠٤ ګڼه کې خپور شوى دى . ٥_ په ماشومانو دجنسي تيرى دجرمونو محکومين ٦_ دتښتونې او ديرغمل نيونې جرمونو محکومين . ٤)) هغه محکومين چې په روان کال کې يې دازادى دسلب په محلاتو کې په ګډوډۍ ، اړو دوړ ، جګړې ، وژنې ، ورانکارى ، تيښتې او اعتصاب چې په دغو محلاتو کې دنظم داخلال ، سبب کېږي لاس پورې کړې وي اويا دنشه يي توکو په پيرودنې او پلورنې يې لاس پورې کړى وي د جيلونو او توقيف خونو دقانون د ٥٢ مادې دحکمونو په پام کې نيولو سره چې په ١٣٨٦ کال کې درسمي جريدې په ٩٢٣ ګڼه کې خپور شوى دى ددې فرمان د بخښنې او تخفيف له ښيګڼو څخه نه مستفيد کېږي . دنغدي جزا بخښنه اوومه ماده هغه محکومين چې ددې فرمان دبخښنې او تخفيف له ښيګڼو څخه مستفيد کيږي يا دبند په بشپړولو سره په ١٣٩٧ کال کې خوشې شوي وي يا ددې فرمان دحکمونو له مخې خوشي کېږي اويا په حجز يابند سربيره په نغدي جزا هم محکوم شوي وي دهغوى دنغدي جزا نيمايي دې وبخښل شي، بهرني محکومين له دې کار څخه مستثنا دي . دحکم قطعيت اتمه ماده دحکم قطعيت دقضايه قوې دتشکيل او واک دقانون دڅلورمې مادې د ١٠ جز له مخې دمحکمې دحکم دصادريدو له نيټې څخه اعتبار لري . دحق العبدي دعوا اقامه نهمه ماده ددې فرمان دحکمونو تطبيق داشخاصو دحق العبدي دعوا داقامه خنډ نه ګرځي دښځينه محجوزينو او بنديانو تسليمي لسمه ماده ١)) دماشومانو داصلاح او رونې دمرکزونو او دجيلونو ادارې مکلفې دي محجوزين ( نارينه او ښځينه ) او هغه ښځينه بنديانې چې ددې فرمان له حکمونو سره سم له حجز يا بند څخه خوشي کېږي له احوالو سره سم دهغوى والدينو يا قانوني ممثل يا شرعي محارمو ته تسليم کړي . ٢ )) دکار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو وزارت مکلف دى هغو محجوزينو ته چې والدين ، قانوني ممثل يا شرعي محارم ونه لري . په مرکز او ولايتونوکې استوګنې مناسب ځاى تدارک کړي ٣)) دښځو دچارو وزارت مکلف دى هغو ښځينه بنديانو ته چې ددې فرمان دحکمونو له مخې له بند څخه خوشې کېږي دهغوى په رضايت دهغوى شرعي محرم تر پيداکيدوپورې په مرکز او ولايتونوکې داستوګنې مناسب ځاى تدارک کړي . تطيقبوونکي مرجع يوولسمه ماده ١)) ددې فرمان دحکمونو دتعميل په منظور په مرکز او ولايتونوکې دې په لاندې ترکيب کميسيونونه جوړ شي . ١_ په مرکز کې دبند دحکمونو او بديل په تنيفذ د نظارت دڅارنوالۍ رييس او په ولايتونوکې د استيناف څارنوالۍ رييس درييس په توګه ٢_ دملي امنيت دلوى رياست استازي ، دغړي په توګه ٣_ په مرکز کې دمرکزي جيل ( پلچرخي ) رييس او په ولايتونوکې دبنديانو په برخه کې دجيل آمر درييس په توګه ٤_ دمحجوزينو په برخه کې دماشومانو داصلاح او روزنې دمرکز آمر ، دغړي په توګه ٥_ دملي اردو دبنديانو په برخه کې دملي دفاع وزارت استازى دغړي په توګه ٦_ دښځينه محجوزينو او بنديانو په برخه کې دښځو دچارو وزارت استازى دغړي په توګه ٧_ په اړونده برخه کې دمسکراتو او دنشه يي توکو دجرمونو داختصاصي څارنوالى استازى دغړي په توګه ٨_ په مرکز کې دافغانستان دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون استازى او په ولايتونوکې دشتون په صورت کې دغړي په توګه ٢)) هغه محکومين چې په تيرو کلونوکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دمقام دتخفيف اوبخښنې له فرمانونوڅخه ددغو قرمانونو له ښيګڼو څخه داستفادې مستحق و خو ورته نه دى اجرا شوي دبند دحکمونو اوبديل پرتنفيذ دنظارت دڅارنوالى رياست دې دتيرو کلونو تخفيف دهماغو فرمانونو دحکمونو له مخې دنورو محکومينو په شان محاسبه او اجرا کړي . دتخفيف اوبخښنې دشرطونو لرونکو محکومينو دلست برابرول دولسمه ماده ١)) ددې فرمان دتطبيق کميسيونونه موظف دي دتخفيف اوبخښنې دشرطونو لرونکو محکومينو لست چې دهغوى دمحکوميت موده تر پنځو کلونو پورې وي په مرکز او ولايتونوکې برابر او دافغانستان داسلامي جمهوريت دلوى څارنوالۍ دمنظوري لپاره دې دڅارنوالۍ ادارې ته وړاندې کړي چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دلوى څارنوالۍ له منظوري وروسته دتطبيق وړ دى . ٢)) ددې فرمان دتطبيق کميسيونونه موظف دي دتخفيف او بخښنې دشرطونو دلرونکو محکومينو لست چې دهغوى دمحکوميت موده له پنځو کلونو څخه زيات ترديرشو کلونو پورې وي په مرکز او ولايتونوکې برابر او لوى څارنوالۍ ته وليږي او لويه څارنوالي مکلفه ده ليږل شوي لستونه تدقيق او توحيد کړي او په ډير لنډ ممکن وخت کې دې دمنظورى لپاره دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي . انفاذ ديارلسمه ماده دغه فرمان د ١٣٩٧ کال دزمري دمياشتې له ٢٨ نيټې څخه نافذيږي . ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.