15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني: د غزنې دتوطیې عمق دې په هراړخیز ډول وارزول شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دزمري ٢٦: د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس او د وسله‎وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني غزني ولايت ته د خپل سفر پر مهال نن سهار په امنیتي غونډه کې ګډون وکړ. دجمهوررييس دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال محمدشریف یفتلي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمدبرمک، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین پاسوال اخترمحمد ابراهیمي، د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان تورنجنرال لونګ او د غزني ولايت امنیه قومندان سمونوال فرید مشعل ګډون درلود، په پیل کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز د امنیتي وضعیت او د تصفیوي عملیاتو د څرنګوالي په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل. جنرال یفتلي وویل، په غزني کې د نجات تصفیوي علمیات دوام لري او په درست ډول مدیریت کېږي. هغه زیاته کړه د ښار امنیت عادي حالت ته راګرځېدلی او په بېلابېلو برخو کې یې امنیتي کمربندونه جوړ شوي دي. جمهوررئیس غني د امنیتي راپور له اورېدو وروسته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ د دغو ځواکونو مېړانه او قهرماني وستایله وې ویل، هغو کسانو چې د غزني په جګړه کې قهرماني کړې، تقدېریږي. د هېواد جمهوررئیس په غزني کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ وې ویل، ملي امنیت دې د غزنې د توطیې عمق وارزوي او د ضعف ټکي دې په ډاګه شي. جمهوررئیس امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، د غزني پولیس دې بیا ځلې احیا او د غزني ښار د امنیت د لاښه والي په موخه دې لا زیاتې امنیتي حوزې جوړې شي. #پاى- ع

Last modified on Saturday, 18 August 2018 04:48

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.