19 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۵ تنه ووژل شول

په ننګرهار کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۵ تنه ووژل شول

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ...

  په جوزجان کې  ګازي برېښنا توليدېږي

په جوزجان کې ګازي برېښنا توليدېږي

- کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه جوزجان به تر...

٢٥ وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

٢٥ وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه ٢٥ وسله وال طالبان تېره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپکتيا خلکو له وسله والو مخالفينو څخه داوربند غوښتنه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

  کابل\باختردزمري دمياشتې٢٩ نيټه :
د پکتيا ولايت خلکو نن له وسله والو مخالفينو څخه داوږد مهاله اوربند داعلامولو غوښتنه وکړه.
دباخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ دپکتيا ولايت دبيلابيلو قومونو مشرانو  په ګرديز ښارکې په يوه غونډه کې له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل  چې اوږد مهاله اوربند اعلام  کړي  او دوى ددرې مياشتې  مشروط اوربند دپريکړې له امله  چې دهېواد دجمهوررئيس له خوا اعلام شوى دى قدرداني او ملاتړ وکړ.
په دې غونډه کې دګرديز د بيلابيلو قومونو دجرګې رئيس احمدجان سيفي  وويل چې اوربند  دهر افغان هيله ده  ، هيله لرو چې وسله وال مخالفين دي دافغانستان دخلکو دغه هيله پوره کړي.
په دې غونډه کې نورو ويناوالو هم له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې له  جګړې څخه دې لاس واخلي او له دې زيات دافغانستان په خلکو جګړه ونه تپي او سولې ته مخه وکړي.
دافغانستان داسلامي  جمهوريت  جمهوررييس محمداشرف غني دهېواد دخلکو،  جهادي مشرانو ،دعالمانو دسراسري شورا ا ودسولې دعالي شورا په غوښتنو  او  سلامشورو تيره شپه   له وسله والو طالبانو سره درې مياشتنى مشروط اوربند اعلام کړ اوله والو طالبانو څخه يې وغوښتل چې دافغانستان دملت او دولت دسولې غوښتنې غږ ته لبيک ووايي او اور بند وکړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.