22 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دانتخاباتو خپلواک کميسيون دګوټو دشميرنې دطرحې په باب څيړنې روانې دي .

کابل باختر دوږي يو ديرشمه : دانتخاباتو خپلواک کميسيون دروان...

په سرپل کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور دپنځو تنو نيول کيدل .

کابل باختر دوږي يو ديرشمه : دسرپل پوليسو نن دنشه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني د هند د بهرنیو چارو وزارت معین خپل حضور ته ومانه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر/ د وږي د مياشتې ۲۰نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مادزیګر د هند د بهرنیو چارو وزارت معین ویجي ګوخال په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهور رئیس د هند د بهرنیو چارو وزارت معین او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د هند له همکاریو مننه وکړه.
دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول له تروریزم سره د ګډې مبارزې، اقتصادي او انکشافي همکاریو او دغه راز د شاه توت بند د جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت معین ویجي ګوخال د افغانستان جمهور رئیس او خلکو ته د خپل هېواد د رهبرۍ نېکې هیلې وړاندې او دغه راز یې جمهور رئیس ته د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي رسمي بلنه ورکړه او هیله یې وکړه چې په یوه مناسب وخت کې ډهلي ته سفر وکړي.
د هېواد جمهوررئیس هند ته د سفر په موخه د دغه هېواد د لومړي وزیر د رسمي بلنې د منلو ترڅنګ د هند د لومړي وزیر د ښه نیت او بلنې قدرداني وکړه ویې ویل: زما او د افغانستان د خلکو نېکې هیلې هم، د هند لومړي وزیر او خلکو ته وړاندې کړئ.
د هند د بهرنیو چارو وزارت معین جمهوررئیس غني ته د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ وې ویل، موږ چمتو یوو چې د شاه توت بند جوړ کړو.
د هېواد جمهور رئیس له افغانستان سره د هند د دوامدارو انکشافي همکاریو مننه وکړه او د شاه توت بند جوړول یې د کابل د خلکو لپاره ګټور وبلل.#
پای - ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.