21 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په افعانستان کې د نيوزيلند د ځواکونو د خدمت د موده تمديدول

په افعانستان کې د نيوزيلند د ځواکونو د خدمت د موده تمديدول

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د نيوزيلند حکومت په...

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۱۶۱ تنه ترهګر وژل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۱۶۱ تنه ترهګر وژل شوي دي

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د افغانستان ملي دفاعي...

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره ډګر ته وځي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره ډګر ته وځي

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د افغانستان د کرکټ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بهرنيو چارو وزارت معينې د آقاخان له سفيرې او د هبيتات لپاره د آقاخان د نمايندګۍ له مسوول سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل  باختر دوږي  شلمه :
د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو معينې عادلې راز پرون د آقاخان د پرمختيايي بنسټ له سفيرې او ځانګړې استازې ميرمن نور جهان مواني او د هبيتات لپاره د آقاخان د نمايندګۍ له مسوول اونو رحل سره د خپل کار په دفتر کې وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې ميرمن مواني ښاغلي رحل د هبيتات لپاره د آقا خان د نمايندګۍ د مسوول په توګه معرفي کړ او له افغانستان سره يې د آقا خان د پرمختيايي بنسټ د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ .
  د کتنې په دوام ميرمن راز افغانستان ته د رحل د راتګ له امله ښه راغلاست ووايه او د افغانستان لپاره يې د آقا خان دبېلابېلو بنسټونو د همکاريو له امله قدرداني وکړه .
دغه راز عادلې راز د هبيتات او د افغانستان د حکومت لپاره د آقا خان د نمايندګۍ ترمنځ د همکاريو د بېلابېلو برخو په باب معلومات ورکړل او په ښوونځيوکې د امنيتي او روغتيايي حالت د بيا رغاونې او د کابل ښار د نوي ماستر پلان تطبيق يې د مثال په توګه ياد کړل .
رحل د کتنې د زمينې د برابرولو لپاره مننه وکړه او زياته يې کړه چې د هبيتات لپاره  د آقاخان نمايندګي چمتو ده په بېلابېلو برخو له دې جملې څخه د طبيعي پيښو په وړاندې د زيانمنوونکو سيمو د تشخيصولو او د مخنيوي د اقداماتو د ترسره کولو او له راستنيدونکو او له کورنيو بېځايه شويو سره د مرستې د وړاندې کولو په برخو کې د افغانستان له حکومت سره همکاري کوي .
  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.