دمشرانوجرګې درییسانوکميټې غونده وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باخترد وږي ۲۱
دفضل هادي مسلم یار په مشرۍ دمشرانوجرګې درییسانو دکمیټې په غوڼده کې دراتلونکوعمومي غونډو د آجنداوو په ټاکلو سربیره، دهیواد په روان امنیتی او اقتصادی وضعیت هم بحثونه وشول.
دمشرانوجرګې مطپوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
درییسانو دکمیټې په غونډه کې پریکړه وشوه چې د وږي دمیاشتې په ۲۵نیټه دیکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې، دمعلولینوچارو دکمیسیون د کاري رپوټ په وړاندي کولوسربیره دې، دهرات، پنجشیر او زابل ولایتونو دسناتورانو رپوټونواو هم دې چین هیواد ته دمجلس داستول شوي پلاوي رپوټ واوریدل شي. همدارازاو د وږي په ۲۷نیټه دسه شنبې ورځې په غونډه کې دې، ګرجستان هیواد ته دجرګې دپلاوي درپوټ د وړاندې کولو ترڅنګ دې، دافغانستان بانک رییس او اړونده مسؤلین دې دافغانیو پروړاندې د ډالرو دبیو دلوړوالي دعلتونو په اړه دسناتورانو پوښتنې ځواب کړي.
په همدې توګه درییسانو دکمیټې په غونډه کې په ځینو ولایتونو کې دامنیتي وضعیت دخرابوالي له امله ژوري اندیښنې څرګنده شوې؛ پریکړه وشوه چې دملي دفاع او دکورنیوچارو وزیران او دملي امنیت لوی رییس دې دتلې دمیاشتې په لومړۍ نېټه دیکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې دهیواد دامنیتي وضعیت دښه والي په هکله، درسنیوپه وړاندي دخپلو پلانونو او تدبیرونو په اړه ځواب ووايي.
درییسانو دکمیټې اکثریت غړو دکابل-واشنګټن او کابل-ناټو ترمنځ دامنیتي تړونونو په سمه توګه دپلي کیدو دڅرنګوالي په اړه نظریې وړاندې کړې او پریکړه وشوه چې دهیواد د امنیتي وضعیت دښه والي په هکله دې دمجلس طرحه دیوې ناستې په ترځ کې دملي وحدت حکومت له مشرانوسره شریکه شي او وروسته دمشرانوجرګې یوپلاوی دې، د ډیپلوماتیکو لارو په افغانستان کې دامریکا او نورو ‌ذیدخلو هیوادونو له استوګن سفیرانو او دناټو له استازو سره د امنیتي تړونونو دموادو د کامل تطبیق په اړه خبرې اترې وکړي.
همدارنګه دکمیټې غړو دهیواد په یوشمیرسیمو کې دښونځيو دتړل کیدو او دپوهنې په نظام باندې دهغې په ناوړه اغیزو باندي اندیښنه څرګنده کړه، ددینې، کلتوري، پوهنې او لوړوزدکړو چارو کمیسیون ته یې دنده وسپارله، چې دا ستونزه دې له اړونده چارواکوسره مطرح کړي ترڅو دښونځیو دتړل کیدو او ګواښونو څخه مخنیوی وشي.
دمشرانوجرګې درییسانو دکمیټې غړو دننګرهارولایت دمومند درې ولسوالۍ پرونۍ وحشیانه برید چې دزیات شمیر بیګناه وګړو دقربانۍ سبب شو، په سختو ټکو وغانده او دننګرهار ولایت دامنیت په نه ټینګښت کې، دمحلي مسؤلینو پربې کفایتۍ او ضعیف مدیریت چې له امله یې هره ورځ دیاد ولایت ولسونه په مختلفو پلمو قربانۍ کیږي، سختې نیوکې وکړې او څرګنده یې کړه چې پرمظاهره کونکو برید چې دعدالت غوښتنه یې کوله یوجنګي جنایت او دخلکو دغږاوچتولو مخنیوی وباله؛ ټینګار ئي وکړ چې ددې دسیسو او د وروستیو بوږنونکو جنایتونو مرتکبين دې ډيرژر وپیژندل شي او دقانون منګولو ته وسپارل شي.پاى- ع

Last modified on Wednesday, 12 September 2018 20:21
back to top