21 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني د شهیدانو اوونۍ د نمانځنې په مراسموکې: جهاد او شهادت زموږ له ګډو ویاړونو څخه دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل باختر د وږي دمياشتې ٢٢نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د شهیدانو اوونۍ د نمانځنې په مراسمو کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررئیس په پیل کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او په ټول هېواد کې د وروسیتو تروریستي پېښو او نورو ټولو برحقه شهیدانو روح ته دعا وکړه او د شهیدانو اوونۍ او د محرم د میاشتې د رسېدو له امله یې د افغانستان عظیم او مسلمان ولس ته تسلیت ووایه.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د شهیدانو اوونۍ په مناسبت غواړم وړاندیز وکړم چې د دغه بحث لپاره نوې لید لوري ته اړتیا لرو، اصلي مسئله دا ده چې د ټولنې او هېواد د ثبات لپاره ټولنیز تړون مهمه وسیله ده.
جمهوررئیس غني وویل: په نورو هېوادونو کې پر ټولنیز قرارداد اجماع د دې لامل شوې چې په پرمختللو هېوادونوکې له تورې ورځې وروسته ثبات رامنځته شوی. په دې معنی چې د دغو هېوادونو خلک د ټولنیز قرارداد له طریقه د عدالت او ترحم په منځ کې انډول رامنځته کړی. هغه زیاته کړه، که چېرې دغه توازن ته ونه رسېږو زموږ دردونه به درمل نه شي.
جمهوررئیس دې ته په اشارې چې درد عام دی او چاره یې هم عامه ده زیاته کړه، زموږ په هېواد کې هر فرد دا فکر کوي چې مظلوم دی او د نورو په پرتله زیات ظلم پرې شوی.
هغه څرګنده کړه: دغه راز هر فرد فکر کوي چې د افغانستان په مقدس جهاد کې یې ونډه زیاته ده، نو اړتیا ده داسې حل لاره پیدا کړو چې زموږ غمونه مشترک شي نه انحصاري.
د هېواد جمهوررئیس وویل: راځئ چې ومنو او په ګډه دې اجماع ته ورسېږو چې جهاد او شهادت زموږ ګډ ویاړونه دي او ټول په یو غږ ومنو چې په دغه ویاړ کې زموږ ستر ولس ونډه لرله.
جمهوررئیس غني د کابل لویدیځ کې وروسیتو تروریستي پېښو ته په اشارې وویل، د جعفري فقهې هر پیرو او هر اهل تشیع د دغه ولس ویاړ دی.  موږ د ملي یووالي بېلګه یوو، هره ژبه مو ویاړ ده، د افغانستان هر قوم ستر تاریخ لري، هر ولایت مو د دولت یا امپراتورۍ هسته ده.
هغه ټینګار وکړ: د افغانستان دښمنان دې په واضح ډول پوه شي چې دا ملت نشي محوه کولی او هرڅوک چې د دغه ملت د لمنځه وړلو خیال لري، قبر یې د دغه هېواد په غرونو او دروکې دی.
د هېواد جمهوررئیس پر دې په ټینګار چې زیانمنې شوې سیمې مشخصې او بیارغاونه یې خپل مسوولیت وګڼو وویل، په هوایي ډزو، په سرکونو، لارو او کوڅو کې د شور او غوغاپه جوړولو سره نه یواځې دا چې د شهیدانو، معلولینو او ټپیانو په وړاندې زموږ مسوولیت او پور نه ادا کېږي، بلکې په دغه ډول اعمالو سره زموږ هېوادوال په تکلیفېږي او د ملت د شهیدانو ارمانونو ته سپکاوی کېږي.
جمهوررئیس غني زیاته کړه: زموږ د شهیدانو او شهید مسعود شخصیتونه تر هغې لوړ دي چې موږ یې په اړه منفي چلند ولرو.
هغه زیاته کړه، دا باید روښانه کړو چې د عادلانه نظام له جوړولو پرته عدالت نه تامینېږي او عادلانه نظام پر بهرنیو مرستو نه، بلکې زموږ پر خپلو پیاوړو مټو جوړېږي.
د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه، که موږ په دې تمه واوسو چې بهرنیان زموږ لپاره نظام جوړ کړي یا موږ له لوږې او بې وزلۍ وژغوري، واضح ده چې خپل مسوولیت مو هېر کړی دی. هر ملت چې خپل مسوولیت هېر کړی، بریا ته نه دي رسېدلي.
جمهوررئیس غني د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او جمهوري ریاست ټاکنو ته په اشارې وویل، موږ باید ټاکنې پر داسې ملي بحث بدلې کړو چې زموږ یووالی، ټولنیز عدالت او مذهبي یووالی په کې تمثیل شي.
هغه زیاته کړه: آیا په ۲۱ پېړۍ کې د میراث ادعا لرئ، یا ولسي میراث پیاوړی کوئ چې حق حقدار ته ورسېږي.
جمهوررئیس پر دې په ټینګار چې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو باورمندي شته او اوس د څلوېښت کلن بحران او د جګړې پایته رسولوفرصت دی وویل، زموږ پر وحدت، ټولنیز عدالت، مذهبي یووالي او تاریخ برید دوام لري. د سیاسي اقشارو، سیاسي نخبه ګانو، مدني ټولنو او رسنیو او عالمانو په ګډون زموږ د ټولو جمعي مسوولیت د بل هر وخت په پرتله مهم، عاجل او ټاکونکی دی.
جمهوررئیس زیاته کړه، کله چې وايوو جنګ تعریف کړو، په دې معنا ده چې اوسنۍ جګړه، سیمه‎ ییزه او بین المللي ده. څلوېښت کلن بحران ختمېدلای شي، ځکه پر ترورویستي ډلو او ملاتړو یې بین المللي اجماع او بېساری فشار موجود دی.
هغه څرګنده کړه، په سیمه کې ځینې غواړي چې زموږ بین المللي اړیکې له منځه یوسي، هغه څه مو چې په عقل او قربانۍ ترلاسه کړي، ولی یې په احساساتو له لاسه ورکړو.
جمهوررئیس د شهیدانو د وارثینو د وړاندیزونو په اړه وویل، دا چې د شهیدانو د وارثینو ادرس مو  پیدا کړ، مننه کوم. د چارو ادارې، کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت او اعلی سرقومندانۍ ته لارښوونه کوم چې د شهیدانو د اولادونو ملي ټولنې ته واضح دولتي مرکز جوړ او امکانات ورته برابر شي.
جمهوررئیس غني د شهیدانو کورنیو ته د زیاتو مرستو په اړه وویل، په نږدې راتلونکي کې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو۱۰ زرو کورنیو ته کوپون برابر او وروسته به افغانستان شموله شي.
دغه راز هغه زیاته کړه: د هېواد په خصوصي پوهنتونونو کې څلور زره تحصیلي بورسونه د شهیدانو کورنیو ته ځانګړي شوي دي.
په دغو مراسموکې عطاالله صافي او عبدالرازق بشردوست د شهیدانو د زامنو ملي ټولنې په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل، زموږ پلرونه د وطن د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او له ملي نوامیسو څخه د دفاع په خاطر شهیدان شوي دي. 
دوی له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د شهیدانو وینو ته د درناوي په پار په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره زیاتې هڅې وکړي، ځکه زموږ هېوادوال له جګړې ستړي شوي دي.
دغه راز هغوی د شهیدانو وارثینو ته د کارموندنې د زمینې د برابرولو او د شهیدانو کورنیو ته د جمهوررئیس د پاملرنې غوښتنه وکړه.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.