20 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پکتیکا، تخار، بدخشان او لغمان ملکي او نظامي مسوولینو د اړوندو ولایتونو د عمومي وضعیت په اړه راپور ورکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردوږي دمياشتې٢٣نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ملکي او نظامي مسوولینوسره د خبرو په لړ کې پرون مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې د پکتیکا، تخار، بدخشان او لغمان ملکي او نظامي مسوولینو د کړنو راپور واورېد. دجمهوررئيس دوياندمطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ. هغوی ددغو ولایتونو د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل، دامنیتي اودخلکو د ټولنیز وضعیت دښه والي په اړه یې ستونزې، ننګونې او مشخص وړاندیزونه شریک کړل. د هېواد جمهور رئیس د یادو ولایتونو د ملکي او نظامي مسوولینو د راپور له اورېدو وروسته د هغوی مثبت کړنې او د وسله والو ځواکونو سرښندنې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د خلکو د ژوند ښه والي په ځانګړي ډول د هېوادوالو د امنیت تامین ته باید زیات پام وشي. محمد اشرف غني د پکتیکا، تخار، بدخشان او لغمان ملکي او نظامي مسوولینو څخه وغوښتل چې د ښار او ولسوالیو په کچه د خلکو ستونزې و ارزوي او د د بنیادي حل لپاره یې مشخص وړاندیزونه وکړي. پاى \ ذکرالله \

Last modified on Friday, 14 September 2018 15:32

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.