20 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فرمان

فرمان

کابل باختر د وږي نهه ويشتمه : دجمهور رييس دځانګړي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه نوي انتصاب شوې سناتوران معرفي شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه د مشرانو جرګې د نن ورځې په غونډه کې درې تنه سناتوران چې په دې وروستیوکې د جمهوررييس له خوا د مجلس د غړو په توګه انتصاب شوي، معرفي او د لوړې مراسم یې پر ځای شول. دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. دغه غونډه چې د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ جوړه شوې وه نوي سناتوران امان الله عظیمی، ډاکټر غیرت بهیر او ډاکټر باختر امین زی دجرګې غړو ته معرفي او د تحلیف مراسم یې پرځاى شول. دغه راز په غونډه کې د مخکینیوسناتورانو نثار احمد حارس، عبدالباقي بریال، رڼاترین، شفیقه نوروز خېل، نجیبه حسینی، فریده کوچۍ او شیر محمد آخندزاده څخه چې په مجلس کې یې خپلې څوکۍ نویو سناتورانو ته پریښودې، د تقدیر لیک او ګلانو دګیډیو په ډالۍ کولو سره ورڅخه مننه وشوه او د دوی له کارونو څخه د مجلس درییس او ټولو غړو له خوا ستاینه او قدرداني څرګنده شوه. خو په آزادو بحثونو کې یو شمېر سناتورانو کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د نوي وزیر شاه محمود قریشي سفر څخه یادوونه وکړه او ویې ویل، څو ځلې د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ په بیلا بیلو کچو سفرونه او خبرې اترې شوي؛ خو د پاکستاني چارواکو د نه رښتینولۍ له امله دا شان سفرونو او خبرو کومه پایله نه ده لرلې، نو اوس هیله کیږي چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت په خپلې پالیسۍ کې بدلونونه راولي او د سولې په خبرو اترو کې دي رښتینی عمل وکړي او د دغه هېواد پوځي چارواکو ته دي قناعت ورکړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې څخه ډډه وکړي او د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو اډې لمنځه یوسي ترڅو د دواړو هېوادونو تر منځ ښې او غوره اړیکې ټینګي شي. همدا راز په غونډه کې سناتورانو په خپل وخت د رڼو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کيدو ټینګار وکړ او ویې ویل، د انتخاباتو ځنډېدل د حکومت او خلکو په ګټه نه دي، حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې د ملي لوی ائتلاف مشروع او معقولې غوښتنې دي په یوه منلي میکانیزم کې عملي کړي، ځکه د انتخاباتي دفترونو د دروازو تړل د دیموکراسۍ بهیر ته زیان اړوي. سناتورانو د هېواد وضعیت نازک او حساس وګاڼه او ويې ویل چې د دغو ستونزو څخه د وتلو په موخه باید د هېواد سیاسیون خپلې شخصي ګټې شاته کړي، د نظام او ولسواکۍ د پیاوړتیا په موخه دي کار وکړي او حکومت دې پرېږدي چې خپل قانوني وخت پوره کړي او سیاسیون دې د راتلونکو انتخاباتو له لارې قانوني او سوله ییزه مبارزه وکړي. په غونډه کې د جوزجان، کندز، بغلان،ننګرهار او ځینو نورو سیمو په ګډون یو شمیر ولایتونو کې د ناامنیو څخه یادوونه وشوه او وویل شول چې په ورستیو جګړو کې یو شمېر وسلې او نظامي موټر د ترهګرو لاس ته لویدلي، چې باید د هوا له لارې د ملي اردو او نړیوال ائتلاف د ځواکونو له خوا دي له منځه یووړل شي. ځینو سناتورانوله یوې بهرنۍ رسنۍ سره د جمهوررييس پروروستيو خبرو چې ویلي یې دي(( د افغان ملکي وګړو اونظامي منسوبینودوژلوترڅنګ، د طالبانو دوژل کیدوله امله هم خواشینې کیږم ځکه دوی هم افغانان دي)) نیوکه وکړه او وویل چې دا ډول څرګندونې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونوجګړه يیزي انګیزي چې د تروریستي ډلو پر وړاندې جنګیږي، کمزوري کوي او باید د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مورال د لوړولو او انګیزه ورکولو په موخه په دښمنانو رحم ونه شي، بلکې د دوی د ماتې او له منځه وړلو په برخو کې لازم او په وخت اقدامات ترسره شي. د ننګرهار وروستیو تروریستي پيښو په نه مخنیوي کې د غه ولایت پر ملکي او پوځي چارواکو نیوکه، دتروریستي پیښو په مخنیوي کې د کشفي او امنیتي ارګانونو کمزورتیا، د شهیدانو د یادوونې څلي د جوړېدو وړاندیز، د افغان جمهوررييس پر وړاندې د ځینو مطالبو د خپرولو په موخه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو په پخواني وزیر جان کیري نیوکه، ازبیکستان کې د افغان محصلانو د مدد معاش نه اجراکیدل، د پروموت پروژې د ناکامۍ په اړه د امریکا د پلټونکي ځانګړې ادارې (سیګار) د ادعاوو په څیړنو ټینګار، په جلال آباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ له خوا د ویزې د خدمتونو په وړاندی کولو ټینګار، د زابل ولایت د ملي امنیت ريیس د تقاعد د رفع کیدو او په دې پست کې د نوموړي پر بیا ګمارل کیدو نیوکه،او ځینې نور مسایل هم په غونډه کې مطرح شول. د بحثونو په پای کې د مجلس رئیس د هېواد پرامنیتي وضعیت رڼا واچوله او د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ یې وویل چې دافغانستان دروانې جګړې ابعادو ته په کتو خلک باید د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل پراخ ملاتړ څرګند کړي ترڅو دوی په لوړې روحیې سره د سولې او جګړې په برخو کې د دښمنانو په وړاندې مقابله وکړي. فضل هادي مسلم یار د سراسري او د لاسوهنو څخه پرته د انتخاباتو ترسره کيدل د هېوادوالو غوښتنه وګڼله او ویې ویل، په دې بهیر کې د شته ستونزو سره سره باید هڅه وشي ترڅو انتخابات په ښه توګه ترسره شي چې خلکو او معترضو سیاسیونو ته د منلو سبب شي، دجرګې رییس ټینګار وکړ چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دې د انتخاباتي بهیر دبیلا بیلو پړاوونو په هکله خپل پروګرامونه او تدبیرونه له خلکو سره شریک کړي ترڅو خلک پوه شي چې آیا هغوی چې د انتخاباتي دفترونو دروازې تړي رښتیني دي؛ که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون. دمجلس رییس له نافذو قوانینو سره سم لاریونونه او اعتراضات د هيوادوالو حق وګاڼه او زیاته یې کړه چې د انتخاباتو د کمیسیون د دفترونو تړل، د حل لار نه ده او معترضین دې هڅه وکړي چې خپلې غوښتنې د نورو سوله ییزو لارو مطرح کړي. د مشرانو جرګې رئیس د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر په اړه وویل، تجربو په ډاګه کړې چې د دغه هېواد د پخواني حکومت په خبرو او کړنو کې رښتینولۍ شتون نه درلوده، سره له دې هم هيله لرو ولیدل شي چې د نوي حکومت رامنځ ته کیدل او کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ به، د اړیکو د ښه کیدو او د پاکستاني چارواکو له خوا د افغانستان د خلکو د حقه غوښتنو د منلو سبب شي که نه؟ فضل هادي مسلم یار زیاته کړه، ګاونډي هېوادونه باید له افغانستان سره د یو خپلواک هيواد په شان سیاسي تعاملاتو ته کیني او د متقابلو اړیکو او ګټو په پام کی نیولو سره لا ښه شرایط برابر کړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې ډډه وکړي. وروسته په چین هیواد کي اسیا -اروپا په شپږم نړیوال نندارتون کي د فضل هادي مسلم یارپه مشرۍ د مشرانوجرګي د لوړ پوړي پلاوي دګډون رپوټ د سناتورمحمد عظیم قویاش له خوا غونډې ته وړاندې شو. په رپوټ کې د فضل هادي مسلم یار په مشرۍ دچین-اسیا -اروپا په شپږم نړیوال نندارتون کې چې ددغه هیواد د سنکیانګ ایالت د ارومچي ښار کې د وږي دمیاشتې له اتمې څخه ترلسمې نیټې پوري دنړۍ له ۷۰ هیوادونو د چارواکو، سوداګرو او دبیلابیلو بنسټونو داستازو په ګډون جوړ شوی وو؛یادونه وشوه چي په دې نړیوال نندار تون کي د مشرانوجرګي رییس د خپلي هراړخیزي وینا په ترځ کي وویل، چې موږ د سیمې او نړۍ د امن ساتلو لپاره د نړیوال تروریزم سره په جګړې بوخت یو او هره ورځ مالي او ځاني قربانۍ ورکوو، هغه په نړیوالو غږ وکړ ترڅو په دغه نړیواله مبارزه کې دافغانانو ترڅنګ ودریږي، ترڅو په سیمه او نړۍ کې ثبات رامنځ ته اود سوداګرۍ د پراختیا، اقتصادي ودې او پرمختګ پر وړاندې پراته امنیتي خنډونه له منځه ولاړشي. ‎سناتور قویاش زیاته کړه، دمشرانوجرګې رئیس ددې نندارتون ارزښت ته په اشارې سره وويل چې دا نندارتون د اسیايي او اروپایی هیوادونو ترمنځ د هر اړخیزې لوړې کچې، څو اړخيزو همکاریواو سیمي د پرمختیا لپاره مناسب بستر دی، سوداګر او سوداګریز بنسټونه باید ورڅخه د پانګونو د پیاوړتیا، سوداګریزي پراختیا، دفرهنګونو د تبادلې، سیاسي تعاملاتو او د ټولنیز انکشاف لپاره هر اړخیزه ګټه پورته کړي. ‎فضل هادي مسلم یار د خپلو خبرو په دوام په هیواد کې د پانګونې د ډاډمنو شرایطو دبرابرولو په هکله رڼا واچوله اوزیاته ئي کړه د هیوادامنیتي وضعیت د پانګونې پر وړاندې خنډ نه دی او نړیوال سوداګرکولای شي چې د وچې میوو، غالیو، لاسي صنایعو، بنسټیزو پروژو او نورو ډګرونو کې پانګونه وکړي. د مشرانوجرګې رئیس یو ځل بیا ‎چینایی چارواکو ته د یو کمربند او یوې لارې په پروژه کې د افغانستان د فعالې همکارۍ ډاډ ورکړ او وئي ويل چې د چین سره د ښه ګاونډیتوب او ستراتیژیک مشارکت پر بنسټ به، افغان دولت د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولوسره د دې پروژې په بریالیتوب کې خپلوهڅو ته دوام ورکړي. محمدعظیم قویاش وویل: چي دمشرانوجرګي رییس او ملګري پلاوي ئي په چین هیواد کي د اوستوګې په مهال دچین دولسي جمهوریت د صدراعظم له مرستیال (خوی چون خوا)، د سینګیانګ ایالت د قوه کار او تولید ادارې له مشر ښاغلي پینګ جیواري اود سینګیانګ خودمختاره ایالت له والي ښاغلي شهرت ذاکر سره په جلا جلا توګه لیدني وکړې او د علاقی وړ موضوعګانو په هکله ئي هر اړخیز بحثونه لرل. اوهم د مشرانوجرګې پلاوي په سینک یانګ ایالت کې د اسلامي اکاډمۍ هم وکتله چې په دې لیدنه کې ددې ایالت د مذهبي او قومي چارو مسؤل، او د سینک یانګ ایالت د سیاسي شورا مرستیال او د اسلامي اکاډمۍ مشر او د نوموړي اکاډمۍ ځینو مسؤلینو افغان پلاوي ته د اسلامي اکاډمۍ او په دغه ایالت کې د مذهبی اموراتو د ترسره کولو په څرنګوالي لازم معلومات وړاندې کړل. همدا راز په غونډه کې دجرګې لومړي نایب اودپنجشیرولایت سناتور محمد علم ایزدیارد پنجشیر ، ډاکټر زلمي زابلي د زابل او طیبې زاهدي د هرات ولایتونو د اقتصادی، ټولنیزو، سیاسی او امنیتی، بیا رغاونې او ځینو نورو مسایلو په برخو کې او نفیسې سلطاني دمعلولینو ټولنې رپوټ وړاندې کړ چې مفصل جزئیات به یې د کمیسیونونو د خبرونو په برخه کې سبا شپه خپاره شي.پاى- ع

Last modified on Monday, 17 September 2018 04:37

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.