18 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څلور تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : په روزګان ولايت کې څلورتنه وسله...

ډاکترکمال سادات: د ځوانانو چارو معينيت د ځوانانو لپاره د زده کړې فرصتونه برابروي

کابل \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د...

د هېواد په بېلابېلو سیموکې۸۲ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : د هېواد په بېلابېلو سیموکې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور رئیس غني: افغانستان د بېلابېلو اسلامي مذهبونو د پیروانو د یووالي غوره بېلګه ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

١-کابل باخترد وږي ۲۹
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل دشت برچي حضرت رسول اکرم (ص) جامع جومات کې د عاشورا ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس وویل، د سني او شیعه ټولو مسلمانانو دیني روایاتو کې عاشورا له لویو اسلامي شعایرو څخه ګڼل کېږي او عاشورا د بې عدالتي، فساد اوله بیت المال څخه د ناروا ګټې پر وړاندې د مقاومت درس دی.
جمهور رئیس غني وویل: نن هغه ځای ته راغلی یم چې څوځلي له ګواښ، تهدید او خطر سره مخامخ و، له کوم خطر سره چې تاسو مخامخ یاست، ما هم دا خطر ومانه. موږ نن یو ځل بیا د امام حسین (رض) لارې سره د ژمنې د تازه کولو مقام کې یوو.
محمد اشرف غني زیاته کړه: نن د وخت یزیدان غواړي افغانستان په بله کربلا بدل او د  مومنانو غم او ماتم زیات کړي، خو کوم درس مو چې له ګران پیغمبر (ص) څخه زده کړی دادی چې د عدالت، عزت او کرامت غږ پر ظلم او جنایت بریالی کېږي. 
جمهور رئیس څرګنده کړه، پر جوماتونو، عبادتځایونو، ښوونځیو، علمي او ټولنیزو مرکزونو د تروریستانو بریدونه چې په هر نامه او ادعا وي د شِمر او یزید له لارې او رسم پرته بله داعیه نه ده.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، په زابل، هلمند، پکتیا، ننګرهار او په دې وروستیو کې په شینوارو او برچي کې په شویو بریدونو کې زموږ بې دفاع هېوادوال شهیدان شول، د افغانستان د ټولو خلکو درد او غم یو دی.
جمهور رئیس وویل، د افغانستان دښمنان غواړي دغو بریدونو ته قومي او مذهبي بڼه ورکړي او دا زموږ لپاره لوی خطر دی، موږ د خلکو په ګډه همکارۍ د دغه ګواښ پر وړاندې بریالي کېدلی شو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، واړه او لوی سیاستونه زموږ په امنیت کې ځای نه لري او زموږ د هېوادوالو د امنیت د ګډوډۍ لامل باید نه شي. هغه له ټولو خلکو وغوښتل چې د امنیت د تامین په برخه کې اجماع ته ورسېږي.
جمهور رئیس له خلکو وغوښتل چې په دې مبارزه کې ټول د یو بل تر څنګ واوسي او د مذهب، ژبې، قوم، ګوند او ټبر په نامه د نفاق اچونکو پر وړاندې په هوښیارۍ ودرېږي.
جمهور رئیس غني وویل: د دې وطن د شیعه او سني وینه یو رنګ لري، د دې وطن د تاجک او پښتون برخلیک ګډ دی. د دې خاورې د هزاره او ازبک ابرو د ټولو ابرو ده. د ساداتو، بلوڅو، پشه یانو، پامیریانو او د دې ملت د ټولو قومونو اولادونه تر یو چتر لاندې ملي ارمان او ګډ تاریخي انتخاب لري.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، د هېواد د دښمنانو له پرله پسې ورانکاریو سره سره افغانستان د بېلابېلو اسلامي مذهبونو د پیروانو د یووالي غوره بېلګه ده او موږ به دغه وحدت لا غښتلی کړو.
جمهور رئیس څرګنده کړه، حکومت له دښمنانو سره د مقابلې لپاره لازم تیاری لري چې په څلورو امنیتي زونونو د کابل وېش، د ګواښونو طبقه بندي، د بېلابېلو قشرونوله مشورو څخه استفاده او د امنیتي زون په توګه د کابل لویدیځ په پام کې نیول د دې اقداماتو یوه برخه ده.
د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه، د کابل امنیه قومندانۍ په کچه یو معاونیت ایجاد شوی چې د کابل د لویدیځ د امنیت د تامین مسوولیت لري، استخباراتي پوښښ پراخېږي، په زیانمنونکو سیمو کې تصفیوي عملیات جریان لري.
جمهور رئیس زیاته کړه، د ترهګرۍ پر ضد جنګ کې زموږ بریالیتوب د دولت او ملت په متقابلې همکارۍ پورې تړاو لري او د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې هم د خلکو او دولت تر منځ دوه اړخیزه همکارۍ د ګواښونودشنډولو، د توطیو د خنثی کولو او د تروریستانو د ماتې لامل کېږي.
جمهور رئیس غني د دې مطلب په بیانولو سره چې په سیاسي حوزه کې د نظر اختلاف د اندېښنې وړ نه دی، زیاته کړه، سلیقوي مسایل، د لیدلورو تفاوت او د عادي چارو شکایت د اندېښنې وړ او له ملي ګټو او د خلکو وحدت څخه د غفلت لامل کېږي.
جمهور رئیس د دښمن شوم نیت څخه د خلکو د خبرولو  او د پیوستون رامنځته کولولپاره د دیني عالمانو، مخورو، ځوانانو او مدني فعالانو د کوښښونو قدرداني وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د جنګ او ناامنۍ ځای سراسري سوله او ثبات ونیسي. 
په دغو مراسمو کې د عالمانو په استازیتوب محمد فیاض، د شهیدانو د کورنیو په استازیتوب علوي او همدارنګه د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش هم خبرې وکړې.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.