12 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کندز ولايت د اړوندو ولسواليو او ددغه ولايت دمرکز د کلسترکولو پروګرام پيل شو

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د کندز ولايت د مرکز او...

سل انځور شوي آثار نندارې ته وړاندې شول

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د افغانستان د دوو تنو انځورګرانو...

د افغانانو د سولې طرحه د هند له سفير سره د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين د کتنې محور

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې ګرجستان هېواد ته د جرګې د پلاوي د سفر رپوټ وړاندې شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردتلې دمياشتې٣ نيټه : د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې د سی شنبې ورځې په غونډه کې د ګرجستان هیواد د سفر د رپوټ د وړاندې کولو سربیره، د پلازمینې زون د پرمختیا ادارې مرستیال د ددې ادارې د کاري لورو په اړه معلومات وړاندې کړل. د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په پیل کې د خلاصې حکومتوالۍ لپاره د مشارکت سازمان په پنځمه نړیواله ناسته کې د جرګې د پلاوي رپوټ چې د ګرجستان په هېواد کې جوړه شوې وه، د مجلس د منشي دنایب ډاکټر محمدفیصل سمیع له خوا غونډې ته وړاندې شو چې تفصیل به یې سبا شپه د کمېسیونونو په خبرونو کې خپور شي. د غونډې په آزادو بحثونو کې یو ځل بیا سناتورانو د تلې د۲۸نیټې په ټاکنو کې د رای ورکونې په ورځ د بایمټریک سیستم له کارونې څخه د هرکلی ترڅنګ ټینګاروکړ، چې دا بهیر دې په شفاف ډول ترسره شي او زیاته يي کړه چې په دې وروستیو کې لیدل کیږي چې په ځینو ولایتونو کې د لوړو زدکړو او ښوونځیو له بنسټونو څخه د نوماندانو د کمپاین دمحلونو په توګه ګټه اخیستل کیږي، څرګنده يي کړه چې د ولسمشر دي دفرمان په ترځ کې په تحصیلی او تعلیمی بنسټون کی د انتخاباتي کمپینونو مخنیوی وکړي او ټینګاريي وکړ چي د هېواد امنیتي ارګانونه دي د ویره اچوونکو پر وړاندې چټک اوپراخ چاڼیز عملیات په لاره واچوي ترڅو د تلې د اته ویشتمې نېټې په ټاکنو کې دهېوادوالو دپراخ ګډون زمینه برابره شي. همدا راز غونډې د هېواد په ځینو سیمو کې د شپنیو ړندو عملیاتو پر وړاندې نیوکه وکړه او وویل شول چې په دې وروستیو کې د کاپیسا، ارزګان، میدان وردګ او ننګرهار ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوشمیرملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې باید د نړیوالو ځواکونو په ګډون د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه په نظامی عملیاتو کې د بشپړ دقت څخه کار واخلي ترڅو په راتلونکې کې د ملکي افرادو له تلفاتو څخه مخنیوی وشي او هم اړتیا شته چې په یادو ولایتونو کې د دې تلفاتو علل او عوامل دې په جدي توګه وڅیړل شي. په غونډه کې یادوونه وشوه چې د هلمند ولایت د والي د وروستیو څرګندونو له مخې، چي ځینې ګاونډي هېوادونه د کجکي بریښنابند د ویجاړولوپه هڅه کې دي چې باید حکومت د داشان توطیو شنډولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د یاد بند د ډاډمن امنیت د ټینګښت په اړه دي اړین ګامونه پورته کړي ترڅو د هېواد ملي پانګه له ګواښ سره مخ نشي. ټاکل شوې وه چې په نننۍ غونډه کې د کابل ښار د وزیر آباد د کانال رغاونې پروژه کې د کار د چټکتیا د څرنګوالي او د کابل ښار کې د خپلسرو او غیر قانوني لوړ پوړیزو ودانیوجوړیدل، او ځینې نور مسایل د کابل ښاروالۍ چارواکو سره مطرح شي خو د کابل ښاروالۍ د لومړۍ درجه چارواکو د نه ګډون له امله دې ستونزو ته رسیدګي ونه شوه. همدا راز په غونډه کې د ډالرو د ارزښت دلوړیدو او په لومړنیو او سون توکو باندې یې ناوړه اغیز، اداري مفسدینو په وړاندي مبارزه کې د مالیې وزیر له ابتکار، د هېواد د جمهور رئیس څخه ملاتړ او د هیواد د وروڼو قومونو ترمنځ په یووالي ټینګار، د بیرته راستنیدونکو د ستونزو حل ته پاملرنه، د کنړ ولایت د ځنګلونو د بی رحمانه پریکون په مخنیوي ټینګار، د خاص نوماند په ګټه د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ د ولسوال لاسوهنه او ځینې نور مسایل وو چې مطرح شول. د بحثونو په پای کې د مشرانو جرګې رئیس یو ځل بیا د رڼو او عادلانه ټاکنو په جوړیدو ټینګار وکړ او په ټاکنو کې د بایمټریک سیستم د کارونې په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چمتووالي څخه د هرکلي ترڅنګ، څرګنده کړه چې یاد کمیسیون دې د ټاکنو پر بهیر د خلکو او سیاسي حزبونو د باور د لاسته راوړلو په لار کې نور کوټلي ګامونه هم پورته کړي او ټینګاريي وکړ چې هیڅ دولتي منسوب او زورواکو افرادو ته دې د ټولټاکنو په بهیر کې د لاسوهنې اجازه نه ورکول کیږي. فضل هادي مسلم یار شپني او هوایی عملیات چې د دښمن د ټکولو او موخه ګرځولو لپاره وي، تائید کړل خو ټینګار يي وکړد چي امنیتي سکتور دې په دې ډول عملیاتوکې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي. د مشرانو جرګې رئیس زیاته کړه، دا مجلس له هیڅ یوه حکومتي چارواکي سره سلیقوي چلند نه لري، خو چارواکې هم د قانون سره سم په مجلس کې د ځواب په ورکولو مکلف دي او نباید په بیلا بیلو پلمو سره د خپلو مسئولیتونو څخه تیښته وکړي او څرګنده یې کړه چې د کابل ښاروالۍ سرپرست باید د رئیسانو د کمېټې د پریکړې له مخې د نن ورځې په غونډه کې د سناتورانوسوالونو ته ځوابونه وړاندې کړي واي، خو نوموړي په غونډه کې ګډون ونه کړچې په دې هکله به بیا پریکړه وشي. همدا راز د هلمند ولایت د کجکي بریښنا بند د امنیتي ګواښونو د شتون په اړه د یاد ولایت د والي اندېښنې یې پر ځای وګڼلې او له حکومته یې وغوښتل ترڅو د افغانستان د کورنیو او بهرنیو دښمنانو دا ډول توطیو شنډي کړي او زیاته یې کړه چې حکومت دې د ایران او پاکستان هېوادونو څخه د افغان کډوالو د باعزته ستنیدو په اړه اړین پروګرامونه تر لاس لاندي ونيسي، ځکه چي د دوی بیرته راتګ د هېواد له امنیت سره مستقیم تړاولري. د غونډې په پای کې د پلازمینې زون د پرمختیا ادارې مرستیال د ددې ادارې د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، دغه اداره په ۱۳۹۵ کال کې د کابل، پروان، کاپیسا، میدان وردک او لوګر ولایتونو د سیمه ییزې پرمختیا په موخه جوړه شوې او شاوخوا اووه زره کیلو متره مربع سیمه رانغاړي ترڅو اقتصادي فعالیتونه پدې ولایتونوکې پراخ او غښتلي شي. نوموړي ښاري مدیریت، د غیر پلاني سیمو غوره رغاونه، د بنسټونو پراختیا، د کډوالو د ښارګوټو جوړول او اقتصادي پرمختیا د دې ادارې د بنسټیزو پروګرامونو څخه یاده کړه، او هم یې کابل اوګاونډيو ولایتونو کې د ځینو پروژو د پلی کیدو څخه یادوونه وکړه او زیاته یې کړه چې د شپیتو څخه زیاتې نورې پروژې هم تر کار لاندې دي چې په پلي کېدو به یې د پلازمینې زون خلکو ته غوره خدماتي آسانتیاوې برابرې شي.# پاى – ذ

Last modified on Wednesday, 26 September 2018 04:49

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.