17 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دائتلاف  دځواکونو په هوايي بريد کې شل تنه تروريستان ووژل شول .

دائتلاف دځواکونو په هوايي بريد کې شل تنه تروريستان ووژل شول .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ...

دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې  په راروانو انتخاباتو کې دې کارنده ونډه واخلي .

دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې په راروانو انتخاباتو کې دې کارنده ونډه واخلي .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور رئیس غني د امریکا د کانګرس له رئیس او ورسره پلاوي سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل \ باختر/ دتلې د مياشتې ١٩مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د امریکا د متحده ایالاتو د ګانګرس له رئیس پاول رایان او ورسره پلاوي سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه چې په ارګ کې وشوه، دواړو لورو د دوه اړخیزې همکارۍ پر پراختیا، له تروریزم سره پر مبارزې، سیمه ‎‎ییزو مسایلو، د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ستراتېژۍ پر مثبتو اغېزو، په امنیتي او دفاعي سکتورکې د اصلاحاتو، د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د چمتو والي او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني پاول رایان او ورسره پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ په ملکي او نظامي سکتورونو کې د اصلاحاتو او سولې پروسه کې د هڅو په اړه خبرې وکړې او له یوې نیمې لسېزې څخه زیات یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو او همکارۍ قدرداني وکړه.
د امریکا د متحده ایالاتو د ګانګرس رئیس او ورسره پلاوي په ملکي او نظامي سکتورونوکې د اصلاحاتو او دغه راز تروریزم ضد مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو قدرداني وکړه او له افغانستان سره یې د امریکا د متحده ایالاتو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.