15 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د وېش دروازې تړل کېدل دويمې ورځې ته وغځېدل

قندهار باختر د تلې ۲۳ مه د قندهار ولایت د...

په ننګرهارکې ۳۴۰ تنه سرتېري د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

جلال اباد باختر د تلې ۲۳ مه په ننګرهار ولایت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکتر عبدالله عبدالله : دقزاقستان له صدراعظم سره وکتل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلي شلمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د قزاقستان جمهوريت له صدراعظم بکيت جان ساګينتايف سره وکتل . داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې دهېواد اجراييه رييس ، قزاقستان دوست او ورور هيواد وباله او ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو او دهمکاري له کچې څخه يې خوښي څرګنده کړه . اجراييه رييس دسيمه ئيزو او نړيوالو سازمانونو په کچه دقزاقستان دهمکاريو له امله مننه وکړه . اجراييه رييس دغه راز دافغانستان دمحصلانو لپاره دقزاقستان دبورسونو ، په قزاقستان کې دښځو دځواکمن کولو دغونډې، د افغانستان دورزشکارانو په نسبت دښه کوربه توب او له افغانستان سره ددغه هېواددمالي او اقتصادي همکاريو له امله قدرداني وکړه . اجراييه رييس ددواړو هېوادونو ترمنځ دسوداګريزې تبادلې دکچې زياتوالي په برخه کې دافغانستان ، ازبکستان او قزاقستان ترمنځ ديوه درې اړخيز تفاهم ليک دلاسليک په اړتيا باندې ټينګار وکړ . دقزاقستان صدراعظم دلوړو زده کړو په برخه او دافغانستان محصلانو ته دزياتو بورسونو دبرابرولو په برخه کې له افغانستان سره دخپل هېواد دهمکاريو او مرستې ددوام ډاډ ورکړ . ده وويل: دده دهېواد جمهور رييس لارښوونه کړې ده چې دلوړو زده کړو او دظرفيت جوړولو په برخه کې له افغانستان سره زياتې مرستې وشي . ساګينتايف دغه راز ددواړو هېوادونو ترمنځ دسوداګريزې راکړې ورکړې په زياتوالي خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې دازبکستان له لارې دترانزيت او مالونو دليږدونې لپاره په يوه تفاهم ليک کار دوام لري . دقزاقستان صدراعظم دغه راز هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کې پارلماني او دجمهوري رياست انتخابات په سلامتيا سره ترسره شي او دافغانستان دحکومت او خلکو لپاره يې دبرياليتوب هيله وکړه . دواړو لورو په خپلو خبرو کې ډار اچونه، دنشه يي توکوقاچاق او بنسټپالنه دسيمې دسولې او امنيت لپاره ګډ ګواښ وباله او په دې برخه کې يې ددواړو هېوادونو ترمنځ دګډې همکارۍ په اړتيا باندې ټينګار وکړ . ختم_ ف _ اکرم

Last modified on Saturday, 13 October 2018 04:45

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.