16 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په روزګان کې د زلمي خليلزاد وروستۍ هڅې وستايل شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ترینکوټ باختر د تلې ۲۳ مه
وسله والو طالبانو په يوې خبرپاڼه کې پرون ومنله چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره طالب مشرانو ليده کاته کړي او د سولې په تړاو ورسره خبرې اترې کړې دي.
په روزګان کې پرون د دغه ولايت په ولايت مقام کې د سولې د ولايتي دفتر د مسولينو له لوري په افغانستان کې د سولې د ورستيو هڅو د ستاينې ترڅنګ غوښتنه وشوه چې ټول افغانان دې په ګډه د سولې لپاره هلې ځلې زياتې کړي.
په جوړه شوې غونډه کې قومي مشرانو، ديني عالمانو، ښځو او ځوانانو د سولې پر ارزښت خبرې وکړې او په جګړه کې له ښکیلو لورو يې غوښتنه وکړه چې هيواد کې د پايدارې سولې لپاره هلې ځلې زياتې کړي.
دوی زياته کړه چې يو شمېر  بهرنۍ او کورنۍ ډلې نه غواړي چې په هېواد کې سوله راشي او خلګ ارم ژوند وکړي.
ديني عالمانو او قومي مشرانو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سولې په تړاو وروستۍ هڅې وستايلې او له نورو افغانانو څخه يې هم غوښتنه وکړه چې د سولې لپاره دې هڅې وکړي.
د غونډې يو شمېر ګډون کوونکو بیا په افغانستان کې د سولې پر عالي شورا نيوکې وکړې او ادعا يې وکړه چې د سولې په لاره کې یې رښتینې هڅې نه دي کړې.
دوی په هېواد کې روانه جګړه د افغانانو په زيان وبلله او په جګړه کې له ښکيلو خواو يې غوښتنه وکړه چې وسلې پر ځمکه کېږدي او په خپل منځ کې روغه جوړه وکړي.
په غونډه کې د روزګان د والي مرستيال عطاالله فضلي هم خبرې وکړې او ویې ويل چې افغان حکومت، ديني عالمانو او نړيوالو د سولې لپاره هڅې زياتې کړې دي.
فضلي وویل: په  راتلونکي کې پلان لري څو په روزګان کې د قومي مشرانو،دیني عالمانو او ځوانانو سره ګډې غونډې ترسره کړي او په هيواد کې  دپايدارې سولې په تړاو بحثونه وکړي.
روزګان کې پر داسې مهال د سولې په ارزښتونو خبرې کېږي چې د افغانستان د سولې عالي شورا تمه ښودلې وه چې د سیمې ځينو هېوادونو ته د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي سفر به د سولې بهیر چټک کړي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.