20 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

ګرديز / باختر\ د زمري٢٨مه نږدې سل کيلوګرامه چرس په پکتيا...

  بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى...

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : په بغلان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور رئیس غني د پروان د ولایتي شورا له غړو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر/ دتلې د مياشتې ٢٣مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د پروان د ولایتي شورا له غړو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د ولایتي شورا استازو د پوهنې، لوړو زده کړو، د بورسیو د ورکړې، د بګرام د بازار او سړک او د چاریکارو د سړک د انکشاف، ځوانانو ته د کارموندنې، ولسوالیو ته د برېښنا او د یوه جامع جومات د جوړولو په اړه خپل وړاندېزونه او ستونزې له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د پروان د خلکو د ملاتړ مننه وکړه ويې ویل، په داسې حال کې چې اوس له منځنۍ آسیا سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې ده، پروان له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی. 
جمهور رئیس د جامع جومات د جوړولو په اړه د ولایتي شورا د استازو غوښتنې ته په اشارې وویل، په پروان ولایت کې به د معمارۍ په ځانګړي سبک د ټولو امکاناتو لرونکی جامع جومات جوړ شي.
دغه راز جمهور رئیس د کرنیزو تولیداتو پر معیاري بسته بندۍ او صادراتو ټینګار وکړ ويې ویل، افغانستان اوس د ځمکې او هوا له لارې د هند، منځنۍ آسیا او اروپا بازارونو ته لاسرسی لري او باید زموږ محصولات په لوړ معیار پروسس او بسته بندي شي.#
پاى – ذ

 

Last modified on Tuesday, 16 October 2018 04:43

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.