14 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د دايکنډي ولايت دښار او کورجوړولو رياست دودانۍ دجوړولو کار پيل شو .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : ددايکنډي ولايت دښار او...

اووه سوه کورنيو په درز اب کې مرستې ترلاسه کړې .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : دجوزجان ولايت په درز...

يوې ځوانې ميرمنې په جوزجان کې ځان وواژه .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : يوې ځوانې ميرمنې دجوزجان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دسترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې  دسترې محکمې درييس  قانونپوه سيد يوسف حليم په مشرى  غونډه وکړه او په اجندا کې شاملې موضوعګانې يې  وڅيړلې .
دسترې محکمې  دخپرونو رياست  باختراژانس ته خبرورکړ ، شورا لومړى دقاضي القضاتانو په  څليرويشتمه نړيواله غوڼده کې دسترې محکمې درييس  دګډون رپوټ  چې دترکيې جمهوريت دعالي محکمې په کوربه توب په استانبول ښار کې جوړه شوې وه ،  واوريد .
په دې غونډه کې  چې دروان کال  دتلې دمياشتې  په نولسمه او شلمه نيټه  دملګروملتودسازمان  دپرمختيايي پروګرام  اودترکيې  دعالي محکمې په نوښت  جوړه شوې وه ،  دنړۍ دبېلابېلو هېوادونودسترې محکمې شپږ ديرشو تنو رييسانو او قاضي القضاتانو د ( استانبول داعلاميې )  په مسودې دخبرو په مقصد چې دقضايي اجرااتو په پروسه کې  دشفافيت دتامينولو په محور تمرکز درلود ،  ګډون کړي و  . برخه والو غړو داعلاميې  په صادرولو داړتيا او د قضايي اجرااتودشفافيت دتامينولو په لاره کې  دهغې دحقوقي او قانوني اغيزو  او پايلو په باره کې  خبرې وکړې  او دلازمو اصلاحاتوله رامنځته کولو وروسته په داسې حال کې چې مقدماتي پړاونه يې په پخوانيو غونډو کې  بشپړ شوي و ، په پنځلسو  اصولو کې په عمومي غونډه کې تصويب  کړه .
دسترې محکمې رييس  داستانبول په اعلاميه کې دتصويب شويو اصولو په اړوند  زياته کړه چې له نيکه مرغه افغانستان په هغې کې زياتره درج شوي مفاد پخوا په نافذو قوانينو او په اداري  او قضايي اجرااتو کې رعايت کړي دي او د پاتې اصولو مراعاتول چې اختياري اړخ لري او کولاى شي داداري اوقضايي اجرااتو دشفافيت  دتامينولو په لاره کې  مرسته وکړي ، دتعديلاتو په راوړلو سره به په تقنيني سندونو کې ورڅخه ګټه واخلي .
وروسته دکابل ښارددريمې حوزې دوثيقو او د دويمې حوزې دابتداييه محکمې  دامريتونو ، دبدخشان  دکوفاب  ولسوالۍ دابتداييه محکمې او جوزجان او دپکتيا دولايتونو داستيناف محکمو دقاضيانود ځينو وظيفوي سرغړونو په باره کې  غور وشو او ددغو محکمو اتو تنو قاضيانو ته دعادي او اقتضايي  پلټنې  دڅيړنو نتيجو او دتدقيقي  نظريو ته په پاملرنې سره دقاضيانو دسرغړونو دڅيړنې دڅرنګوالي دمقررې دحکمونو پربنسټ  لازمې تعديلي جزاګانې تجويز شوې .
وروسته  ديوشمير رسيدلو استهداګانو په باب غور وشو او په دې  باب  چې ديوې مماثلې پريکړې داستدلال صورت دمدعي دادعا دتاييد او دمدعي اليه دالزاميت څرګندوي دي  خو دحکم په  نص کې دادعا وړ سند دبطلان  يادونه نه ده شوې  ، دکاپيسا ولايت  داستيناف محکمې درياست  استهداييې ته په پاملرنې سره  ، لارښوونه وشوه  چې  دوسيه دې دتصحيح په منظور دحکم صادرونکي  محکمې ته ارجاع شي.
دغه راز  دلومړى حوزې دوثيقو دامريت  داستهدايې په اړوند ،  ديوې قبالې داجرا دڅرنګوالي په باره کې چې بايع  يې وفات شوى دى او کبار ورثه په داسې حال کې چې صغير ورثه هم په هغو کې شتون لري  مشتري ته دقبالې اجرا کولو ته  حاضر دي ، لارښونه وشوه  په داسې حال کې چې مشتري دمحکمې له تجويز سره سم  بانک ته  د سوغارو دونډې  تحويلولو ته حاضر وي او دپيرودنې ادعا په محکمه کې  ثابته کړي  ، قباله  داجرا وړ ده  او له دې پرته  دې دصغير ورثه تر کباره  پورې  دقبالې اجرا  معطله وي .
  په همدې ترتيب  دهغو سرتيرو دوظيفوي غيابت د قضايي څيړنې په برخه کې چې آيا  دعسکري جرمونو له قانون سره سم ترسره کېږي  اويا دافسرانو ، بريدملانو او ساتنمنانو دذاتي چارو له قانون سره سم  دميدان وردګو ولايت داستنياف محکمې  دنظامي منسوبينو  دجرمونو دديوان  داستهدايې په باب  ، لارښوونه وشوه  چې سرتيرى  دعسکري جرمونو  دقانون  تر مويدې  لاندې ده  له هغه سره سم  اجراات وشي .
دغه راز دښځې پرخلاف دتاوتريخوالي  دقضيو په څيړنه کې  دولسواليو دابتداييه محکمو دواک  دڅرنګوالي په باب  دغور ولايت داستيناف محکمې درياست  داستهدايې په اړوند  ، څرګنده شوه  څرنګه چې دښځې پرخلاف دتاوتريخوالي دجرمونو دڅيړنې ابتداييه اواستيناف محکمې  دپورته قضيو ذوالحکم اختصاصي محکمو په توګه  ددغه ولايت په مرکز کې فعاليت لري ، له دې امله  ددغه شان قضيو څيړنه ديادو محکمو دواکونو  له جملې څخه  بلل کېږي .
  سربيره پردې  په غونډه کې  دمدني او جزايي  بيا کتنې ددوو غوښتن ليکونو ،  دجزايي محکمې دبدلون ددريو غوښتن ليکونو اودفارياب ، هرات ، بغلان او دغزني دولايتونو داستيناف  محکمو ته  ديوولسو جزايي قضيو دواک  دتفويض څيړنه هم  داجندا يوه برخه  وه چې په هرمورد کې  لازم تصميمونه ونيول شول .
  ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.