23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني: د افغانستان هېڅ ځای باید له سولې بې برخې نشي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د تلي څليرويشتمه
د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف  غني، په ارګ کې د خبریالانو د ملاتړ صندوق د پرانیستې په مراسمو کې وویل، پر ملي یووالي برید، له خلکو او نظام سره دښمني د افغانستان د دښمنانو تګلاره ده. هغه وویل، زموږ نېک میراث، زموږ یووالی دی او د دې پر ساتنې او پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د جمهوررئیس غني په باور پر هر کوچني، ښځې، نارینه او قوم برید، په نظام برید دی چې د زغملو وړ نه دی. هغه زیاتوي، زموږ اساسي قانون د ازاد بحث او د افغانستان د خلکو د اجماع پایله ده چې د هېواد په تاریخ کې ساری نه لري.
جمهوررئیس محمداشرف  غني سوله د خلکو جدي اړتیا وبلله وې ویل، د افغانستان هیڅ ځای باید له سولې بې برخې نه شي، هغه سوله د افغانستان د ودې او اقتصادي پراختیا عامل وباله.#پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.