09 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

سمسور لغمان دوديزه آنلاين مشاعره تر سره شوه

کابل/ د چنګاښ ۱۸ مه/ باختر سمسور لغمان دوديزه پسرلنۍ مشاعره،...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکندز ولايت په ګوټ ګوټ کې انتخاباتي مواد د راى ورکونې مرکزونو ته ولېږدول شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل باختر دتلي  شپږ ويشتمه :
د ګوتې ايښودنې يا دبايو متريک  د دستګاوو په ګډون انتخاباتي مواد نن دکندز ولايت په مرکز او اړوندو وسواليو کې د راى ورکونې مرکزونو ته ولېږدول شول .
دکندز ولايت د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رييس محمد رسول  عمر دباختر اژانس خبريال ته وويل چې، په دغه ولايت کې دانتخاباتو دترسره کولو د ورځې لپاره  د راى ورکونې په ټولو مرکزونوکې امنيتي تدبيرونه ، دلوژستيکي  موادو لېږدونه او دبايو متريک  سيستم چمتو شوى دى او انتخابات به په ټاکلي نيټه  ترسره شي .
عمر زياته کړه چې په کندز ولايت کې د راى ورکونې دوه سوه يوولس مرکزونه فعال دي او د راى ورکونې درې سوه اته پنځوس  ځايونه په پام کې نيول شوي دي.
دکندز ولايت دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون رييس وويل چې، دراى ورکونې يواځې نهه مرکزونه دامنيتي ستونزو په نسبت دکورنيو چارو وزارت له لورې تړل شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.