16 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مطبوعاتي اعلاميه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل \باختردتلې دمياشتې ٢٧نيټه : د قندهارد ترهګریزې پېښې په اړه دملي امنيت شورا دفترمطبوعاتي اعلامیه د افغانستان دخلکو دښمنان اوترهګریزې ډلې، چې دخپلو بهرنیوملاتړو له خواتمویل کېږي او فعالیتونه يې هم ډاګیز دي، یو ځل بیا په یو ستر او نه بښونکي جنایت لاس پورې کړی دی. ترهګرو پرون مازیګرپه یوه سازمان شوي ترهګریزبرید کې، د کندهارامنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او تورنجنرال مومن خان په شهادت ورسول او والي په کې ټپي شوی دی. د ملي امنیت شورا دفتر ددې ترهګریزې پېښې د غندلو اود شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندلو ترڅنګ، هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د امنیتي او دفاعي ارګانونو مشرتابه به یاده پېښه په هر اړخیز او دقیق ډول څېړي او پایلې به یې له ولس سره شریکوي. د کندهارامنیه قوماندان شهید جنرال عبدالرازق او دملي امنیت رییس شهید تورنجنرال مومن خان، د ترهګرو او دهغوی د ملاتړوپه ځپلوکې خلاص لاس درلود او د شهیدانو قرباني، اتلولي، مېړانه او مبارزه د قدروړ ده، کندهار کې د نننۍ ترهګریزې پېښې د شهیدانو روح دې آرام او ځای یې دې فردوس جنت وي. پاى \ذکرالله \

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.