10 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فضل هادي مسلم یارپه کابل کې  دچګ جمهوريت  له سفير سره وکتل

فضل هادي مسلم یارپه کابل کې دچګ جمهوريت له سفير سره وکتل

کابل /دليندې ١٩مه /باختر : د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم...

د( ګنج  قناعت)  دښکلې ليکنې داثارو نندارتون پرانستل شو .

د( ګنج قناعت) دښکلې ليکنې داثارو نندارتون پرانستل شو .

کابل /دليندې ١٩مه /باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دافغانستان دولسي جرګې دانتخاباتو لپاره دراي ورکولو بهير پيل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
دافغانستان دولسي جرګې  دانتخاباتو لپاره دراى ورکولو بهير نن سهار په اوو بجو پيل شو .
ټاکل شوې ده دولسي جرګې انتخابات  دمازيګر تر څلورو بجو پورې دوام وکړي .  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  دمسوولينو دڅرګندونوله مخې ، داړتيا په صورت کې کولاى شي دراي ورکولو بهير ترڅو ساعتونو لپاره  تمديد شي .
په دې انتخاباتو کې دافغانستان خلک  دولسي جرګې  دوه سوه  نهه څلويښت تنه استازي ټاکي چې  دولسي جرګې  دڅوکۍ دترلاسه کولو لپاره  دوه زره پنځه سوه  پنځه شپيتو تنو  ځانونه کانديد کړي دي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دشميرنو له مخې،  په دغو انتخاباتو کې دراي ورکولو لپاره دافغانستان اته مليونه نهه سوه  اتلس زره  يوسلو اوو تنو اتباعو دراي ورکولو لپاره نومونه ليکلي دي .
دغه انتخابات  دغزني او قندهار له ولايتونو پرته په دوه ديرشو ولايتونو کې پيل شوي دي .
  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  مسوولين وايي  چې دقندهار ولايت دامنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له ترور وروسته  ددغه ولايت خلک غمجن دي او په انتخاباتوکې دګډون لپاره  تيارى نه لري . له دې امله ټاکل شوې ده په قندهار ولايت کې دولسي جرګې انتخابات  يوه اوونۍ وروسته ترسره شي .
  له بله پلوه په غزني ولايت کې دانتخاباتي حوزو  د کمښت پرسر جنجال اوس هم  پاى ته نه دى رسيدلى او دغه ستونزه ددې سبب شوې ده چې په دغه ولايت کې   دولسي جرګې انتخابات په راتلونکې کې ترسره شي .
دباختراژانس خبريالانو دهېواد له دوه ديرشو ولايتونوڅخه خبرورکړ چې دهېواد خلک دراي دمرکزونو په لور ځي  .
دولسي جرګې انتخابات له څلورو کلونو ځنډ وروسته ترسره کېږي په ښکاره امنيتي ستونزې او د مالي او تخنيکي تيارى نه شتون ددې سبب شول  چې دولسي جرګې پخواني استازي څه ناڅه اته کاله په خپلو  دندو پاتې شي .
دافغانستان امنيتي مقامات وايي چې دراي ورکولو دمرکزونو  دامنيت دتامينولو لپاره يې ځانګړي تدبيرونه نيولي دي .
  زموږ خبريالانو خبرورکړ چې په ګڼ ميشتو سيمو ، لويو لارو او غرونوکې دهېواد ځواکونه ځاى پرځاى شوي دي چې خلک په ارامي سره په انتخاباتو کې ګډون وکړي او دخپل نظر وړ کانديد ته راى ورکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

Last modified on Saturday, 20 October 2018 05:26

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.