پل علم \باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ :
په لوګر ولايت کې له فني او امنيتي ستونزو سره سره په سلګونو تنه د راى ورکولو صندوقونو ته لاړل او خپلې رايې د خپل نظر وړنوماندانو ته وکارولې .
د لوګر د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د راى ورکولو بهير د دغه ولايت په يوشمېر مرکزونوکې بيا پيل شو او هغو کسانو چې پرون يې ونه شو کړاى خپلې رايې وکاروي، نن يې د راې ورکولو مرکزونوکې صفونه جوړ کړي دي.
د لوګر ولايت د يو شمېر نورو سيمو په زرګونو تنو اوسيدونکو له امنيتي ګواښونو سره سره د راى ورکولو صندوقونو ته لاړل او د خپل نظر وړ نوماند ته يې رايه ورکړه چې دغه بهير د تېر ماښام تر شپږو بجو پورې دوام وموند.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون عملياتي مدير محمد نعيم وويل چې په لوګر ولايت کې د راى ورکولو له ٣٤ مرکزونوڅخه په څه د پاسه شلو مرکزونوکې د راى ورکولو بهير پرون ترسره شو او پاتې مرکزونه يې د ځينو دلايلو له امله تړلي و چې نن د راى ورکوونکو پرمخ پرانستي دي.
پاى \ ذکرالله \