16 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په دایکنډي کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

په دایکنډي کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه په دایکنډي کې ولایت کې...

په هلمند کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

په هلمند کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه د هلمند ولایت په مارجې،...

په فراه کې پنځو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په فراه کې پنځو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه د فراه ولایت په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بهرنیو چارو وزیر د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ـ کابل/باختر/ د لړم د میاشتې ۱٧مه
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او د وزیرانو د کابینې له مرستیال ښاغلي رشید مردوف سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو پر مهمو موضوعاتو يې خبرې اترې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او ورسره ملګرى پلاوی په دې موخه کابل ته په یو ورځنی سفر راغلي څو د دوه اړخیزو ګټو او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډو او مهمو دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې وکړي.
دواړو لوریو پرون ماسپښین لیدنه وکړه او په ګڼ شمېر دوه اړخیزو مسایلو يې بحث وکړ.
د بهرنیو چارو وزیر رباني د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیاوړو اړیکو په باب د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د دوست هېواد ترکمنستان له ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف څخه هم مننه کړه چې د ټاپي ګاز نل لیکې او ټاپ برښنايي انرژۍ په څېر سترو سیمه يیزو پروژو ته ځانګړي پاملرنه کوي. دغه پروژو تر ډېرې حده سرحدي ولایتونه د برښنا له نعمته برخمن کړي.
همدا راز، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د سیمه يیزې سوداګرۍ او نښلونې په برخه کې د افغانستان د جیو ستراتیژیک ارزښت په باب د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۳مه ناسته کې د افغانستان د اعلاميې په باب د ترکمنستان د جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف د څرګندونو ستاینه وکړه او په عشق آباد کې يي د ترکمنستان هېواد په کوربه توب د وروستي ګډ اقتصادي کمیسیون د ناستې له امله مننه وکړه.
وروسته د دواړو هېوادونو پلاوو چې د اړوندو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا يي مشري کېده، د ګډو امنیتي همکاریو کمیسیون په پنځمه ناسته کې ګډون وکړ او په سرحدي سیمو کې يي د اړینو تدابیرو په ګډون د دوه اړخیز اهمیت پر موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د کمیسیون ناسته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ د پروتوکول په لاسليک کولو سره پای ته ورسېده.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.