د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل \باخترد لړم دمياشتې١٧نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون له غرمې مخکې  په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.   
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې جمهور رئیس د پنجشنبې په ماښام د کابل ښارنادرپښتون واټ په مارکېټونو کې د اورلګېدنې له امله د اوښتې زیان په اړه خبرې وکړې او د دې مارکیټونو هټیوالو ته یې د خپلې همدردۍ مراتب وړاندې کړل او د اورلګېدني د رامنځته کېدو د ارزونې په موخه یې د کمېټې د ګمارلو ډاډ ورکړ.  
  د اجنډا مطابق د مالیې وزارت سرپرست د عامه شتمنیو د عملیاتي چارو د ساتنې او څارنې پالیسۍ طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته دغه طرحه په پرنیسب کې تائید او مالیې وزارت یې موظف کړ چې  دغه  طرحه د اقتصاد د وزیر، د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې د رئیس او د کابینې د غړو د یادونو د اصلاحي نظریاتو مطابق سمه او بشپړه کړي. 
دغه راز د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۷ مالي کال ملي انکشافي بودجه کې د ضمیمې په توګه د (۲۵۴۹۵۶۵۷۰۳) افغانیو زیاتوالي په اړه د دې وزارت وړاندېز غونډې ته وړاندې کړچې کابینې د ۱۳۹۷مالي کال ملي انکشافي بودجه کې دضمیمې په توګه یاد زیاتوالی تائید کړ.  
وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیرد اوبو لګولو ملي پالیسۍ مسوده غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته دغه  مسوده په پرنیسب کې تائید او د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت یې موظف کړچې دغه مسوده د ځمکې او اوبو عالي شورا ته د لا زیات بحث په موخه وړاندې او نهایي کړي. 
دغه راز د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیرد افغانستان په وچو سیمو کې د اقلیم له بدلون سره جوړه د کرنې ملي پاليسۍ طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له غوراوبحث وروسته دغه طرحه په پرنیسب کې تائید اودکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ  وزارت یې موظف کړ چې دغه طرحه د اقتصاد وزیراو د کابینې د غړو د یادونو      د اصلاحي نظریاتو مطابق سمه او د پلان تر بشپړولو وروسته دې اجرا کړي.    
د غونډې په پای کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس           د پایلو لپاره د وړتیا لوړولو پروګرام (CBR) پرځای د بدلون (CHANGE) برنامې طرحه د هغې له عمده برخو سره غونډې ته مطرح کړه چې کابینې له هر اړخیزو بحثونو وروسته دغه طرحه په پرنسیب کې تائید او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون یې موظف کړ چې د اړوندو ارګانونوپه همکارۍ دې په دغې طرحې د غونډې د یادونو مطابق بیا له سره کتنه وکړي او هغه دې له سمولو وروسته نهايي کړي. 
پاى \ذکرالله

back to top