13 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د دايکنډي ولايت دښار او کورجوړولو رياست دودانۍ دجوړولو کار پيل شو .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : ددايکنډي ولايت دښار او...

اووه سوه کورنيو په درز اب کې مرستې ترلاسه کړې .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : دجوزجان ولايت په درز...

يوې ځوانې ميرمنې په جوزجان کې ځان وواژه .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : يوې ځوانې ميرمنې دجوزجان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني: د سولې پروسه ملي اجماع ته اړتیا لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل \باخترد لړم دمياشتې١٨نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تير ماښام له یو شمېر سیاسي او مدني فعالانو سره وکتل او د سولې پروسې په اړه یې د دوی لیدلوري واورېدل. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. په دې مشورتي غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس غني د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې په اړه له بېلابېلو قشرونو سره پر مشورو ټینګار وکړ وې ویل، د سولې پروسه ملي اجماع ته اړتیا لري. د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، سوله به د پردې تر شا ونه شي، له همدې امله په دې اړه له بېلابېلو اقشارو سره د مشورتي ناستو لړۍ ترسره کیږي. وروسته، آمنې افضلي، ذاکرې عزیزي، فضل احمد معنوي، شیوا شرق، حمیرا ثاقب، زرقا یفتلي، میترا مهران، رویا سادات، نورزي او مېرمن رسولي د سولې بهیر د څرنګوالي او مدیریت، د ښځو او سیاسي ګوندونو د ونډې په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل. جمهوررئیس سیاسي او مدني فعالانو له لیدلورو هرکلی وکړ او ویې ویل، د مدني ټولنې د بېلابېلو اقشارو په ځانګړي ډول سیاسي فعالانو او مدني ټولنې نظرونه به د سولې بهیر پیاوړی کړي. پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.