21 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو وسله وال طالب په فراه کې ووژل شول

يو وسله وال طالب په فراه کې ووژل شول

کابل / باختر/ دکب دمياشتې ٢٩مه په فراه ولایت کې يو...

فرانسه په افغانستان کې د بین الافغاني سولې ملاتړ کوي

فرانسه په افغانستان کې د بین الافغاني سولې ملاتړ کوي

کابل /باختر/ دکب د مياشتې ٢٩مه په کابل کې د فرانسې...

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲.۳ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۹ تړونونه منظور کړل

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲.۳ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۹ تړونونه منظور کړل

کابل /باختر/ دکب دمياشتې ٢٩مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني د دایکنډي ولایت عمومي امنیتي وضعیت وارزوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل باختر د لړم اتلسمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني او د وسله‎وال پوځ اعلی سرقوماندان دایکنډي ولایت ته د خپل سفر پرمهال په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال او د کابینې یو شمېر وزیرانو یې ملتیا کوله د دې ولایت له نظامي او امنیتي مسوولینو سره وکتل او د دایکنډي ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په اړه یې د دوی د اجرااتو راپور واورېد. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ په پیل کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال محمد شریف یفتلي او د دایکنډي ولایت د همغږۍ مرکز قوماندان محمدعلي شجاعي د دې ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه، په دایکنډي ولایت کې امنیت تامین دی یواځې په یو شمېر ګاونډیو ولسوالیو کې د دښمن له لورې ځینې تحرکات وجود لري چې امنیتي او دفاعي ځواکونه یې پر دفع کولو بریالي شوي دي. دوی دغه راز په دایکنډي ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د لازیاتو تاسیساتو او اکمالاتو غوښتونکي شول. وروسته د جمهوري ریاست دویم مرستیال خبرې وکړې او د دایکنډي ولایت له امنیتي ټیم څخه یې مننه وکړه وې ویل، د بهرنیو ګواښونو ترڅنګ ځینې سیمه‎ییزه ستونزې هم شته چې د سالم مدیریت له لارې به حل شي. په پای کې جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د ولسي جرګې په ټاکنو کې د دایکنډي ولایت د ملکي او نظامي مسوولینو د ښه مدیریت مننه وکړه او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ته یې لارښوونه وکړه چې په دایکنډي ولایت کې دې زیانمنې برخې په هراړخیزه توګه وارزول شي او بېړني اقدامات دې وشي. پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.