13 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د دايکنډي ولايت دښار او کورجوړولو رياست دودانۍ دجوړولو کار پيل شو .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : ددايکنډي ولايت دښار او...

اووه سوه کورنيو په درز اب کې مرستې ترلاسه کړې .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : دجوزجان ولايت په درز...

يوې ځوانې ميرمنې په جوزجان کې ځان وواژه .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : يوې ځوانې ميرمنې دجوزجان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني د دایکنډي د ولایتي شورا فعال رول وستایه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل باختر د لړم اتلسمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د دایکنډي دولایتي شورا له غړو سره وکتل. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال هم حضور درلود په پیل کې د دایکنډي ولایتي شورا غړي سبحان نایبي خبرې وکړې او له نظام او دیموکراتیکو پروسو څخه یې د خلکو هراړخیز ملاتړ په ډاګه کړ. هغه وویل، د نورو ټولو هغو پر خلاف چې په رسنیو کې منفي تبلیغات کوي، موږ د حکومت د کړنو په اړه متفاوت لیدلوری لرو او په بېلابېلو برخو کې د حکومت لاسته راوړنې ستایو او له برنامو یې ملاتړ کوو. سبحان نایبي د ولایتي شورا د غړو په استازیتوب له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته د دایکنډي ولایت د لوړولو، د دایکنډي هوايي ډګر پروژې د کار د پیلولو، د ملي اردو د کنډک د استقرار او له بامیانو ولایت سره د دایکنډي د سړک د نښلولو په اړه د دې شورا غوښتنې بیان کړې. وروسته د جمهوري ریاست دویم مرستیال خبرې وکړې او د ولایتي شورا له اګاهۍ، متفاوت درک او منصفانه قضاوت څخه یې مننه وکړه وې ویل، د دایکنډي ولایتي شورا تل د خلکو ستونزې تعقیب او منعکس کړي دي. ورپسې جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د دایکنډي د ولایتي شورا او د ښځو شبکې له فعال رول څخه یې مننه وکړه او د دوی رغاونکی او منصفانه فکر او وړاندېزونه یې وستایل. جمهوررئیس زیاته کړه، د نیلي ښار پر پلان جوړولو کار کېږي او د دایکنډي ولایت بادام به د کرنې وزارت په لومړیتوب کې قرار ولري، دغه راز د هوايي ډګر پر سړک به د کار له امله د دایکنډي ولایت د کرنیز پیداوار لېږد ته زمینه برابره شي. پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.