16 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په دایکنډي کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

په دایکنډي کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه په دایکنډي کې ولایت کې...

په هلمند کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

په هلمند کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه د هلمند ولایت په مارجې،...

په فراه کې پنځو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په فراه کې پنځو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه د فراه ولایت په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني د دایکنډي ولایت له عالمانو او مخورو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل باختر د لړم اتلسمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني دایکنډي ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې مخکې د دې ولایت له یو شمېر عالمانو او مخورو سره په نیلي ښار کې وکتل. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، سلیمان علي بلیغ د مخورو او د دایکنډي ولایت د حج او اوقافو رئیس اسدالله عرفاني د نورو په استازیتوب خبرې وکړې. دوی په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول له جغرافیایي زندان څخه د دایکنډي ولایت د اېستلو، په دایکنډي ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او سمبالښت ته د پاملرنې، دکټه سنګ بند د جوړولو، د شاه طوس او صدخانې ولسوالیو د منظورۍ، د جوماتونو د امامانو د تشکیل د رسمي کېدو، د دایکنډي لوړو زده کړو موسسې په چوکاټ کې د شرعیاتو پوهنځي د ایجاد او په هره ولسوالۍ کې د یو جومات د جوړولو په اړه خپلې ستونزې او وړاندېزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل. وروسته د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش خبرې وکړې وې ویل، سره له دې چې دایکنډي په ټولو برخو کې ستونزې لري، خو په اجتماعي، فرهنګي، سیاسي او د پوهنې چارو د مشارکت په برخو کې یوه بېلګه ده. هغه د ملي وحدت او د دې ولایت د امنیت په ټینګښت کې د دایکنډي د عالمانو او مخورو رول غښتلی وباله. ورپسې جمهوررئیس غني خبرې وکړې وې ویل، نیلي څلور کاله مخکې ښار نه دی او د مثبت بدلون او جغرافیایي زندان د ماتېدو په حال کې دی، د حکومت تر ټولو زیاته پاملرنه او د بودجې لګښت پر لویو لارو دی چې مرکزي سیمې په ځانګړي ډول دایکنډي له طبیعي زندان څخه راوباسي. هغه علم او پوهنې ته د خلکو په هڅولو کې د عالمانو رول مهم وباله وې ویل، اړوندو مسوولینو ته لارښوونه کوم چې د دایکنډي په دوو ولسوالیو کې جامع جوماتونه جوړ کړي او د نیلي د جامع جومات پر جوړولو کار روان دی. جمهوررئیس زیاته کړه، لوړو زده کړو وزارت ته مې لارښونه ده چې د دایکنډي لوړو زده کړو موسسې په چوکاټ کې دې د شرعیاتو پوهنځي د جوړولو په اړه ارزونه او د پړاوونه بشپړول پیل کړي.پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.