13 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د دايکنډي ولايت دښار او کورجوړولو رياست دودانۍ دجوړولو کار پيل شو .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : ددايکنډي ولايت دښار او...

اووه سوه کورنيو په درز اب کې مرستې ترلاسه کړې .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : دجوزجان ولايت په درز...

يوې ځوانې ميرمنې په جوزجان کې ځان وواژه .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : يوې ځوانې ميرمنې دجوزجان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني: د دایکنډي خلکو ثابته کړه چې پیاوړی ولسواک نظام غواړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم اتلسمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني دایکنډي ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن غرمه د خلکو په یوه ستره غونډه کې چې په نیلي ښار کې جوړه شوی وه، ګډون او وینا وکړه. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ د دې غونډې په پیل کې د دایکنډي والي انجینر محمود بلیغ خبرې وکړې او جمهوررئیس، د جمهوررئیس دویم مرستیال او ورسره پلاوي ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د دایکنډي ولایت خلک علم پاله، سوله خوښي او قدردان دي چې په ټولو ملي پروسو په ځانګړي ډول ټاکنو کې یې پراخه ونډه لرلی ده. وروسته د دایکنډي د ولایتي شورا مرستیال زکریا هاشمي خبرې وکړې او د حکومت له سیاستونو څخه د ملاتړ ترڅنګ یې وویل، دایکنډي تر اوسه هم په امنیت، کرنې، مواصلاتو، روغتیا او نورو برخو کې له ستونزو سره مخامخ دی او هغه انکشافي بودجه چې د دې ولایت لپاره په پام کې نیول شوی ده، د اړتیاو ځواب نشي ویلای، نو له دې امله غوښتنه کوو چې دایکنډي ولایت دې دویمې درجې ته لوړ شي. وروسته د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش خبرې وکړې او د پوهنې او لوړو زده کړو د ودې او ښېرازۍ په برخه کې یې د دایکنډي ولایت د خلکو له هڅو مننه وکړه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې یې د دایکنډي ځوانانو سرښندنې او قربانۍ وستایلې. دانش وویل، د پاتو، کجران او ناوه میش ولسوالیو امنیت د حکومت د برنامو په لومړیتوب کې قرار لري او د دې ولایت نور ټول هغه لومړیتوبونه چې ورته رسیدګي کېږي د سړکونو جوړولو، هوایي ډګر او برېښنا انرژۍ له تامین څخه عبارت دي. استاد دانش د دایکنډي له خلکو وغوښتل، د تېر په څېر د یووالي، پيوستون، له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ او ولسواک نظام په ساتنه کې خپله ونډه ادا کړي. وروسته د هېواد جمهوررئیس خبرې وکړې او د ملت شهید سید مصطفی کاظمي او نورو شهیدانو روح ته یې د دعا ترڅنګ وویل، د دایکنډي خلکو په تېرو ۱۷ کلونو کې دا ثابته کړه چې پیاوړی ولسواک نظام غواړي او په ټوله هڅه ترې ملاتړ کوي. جمهوررئیس د پوهنې د ودې په برخه کې د خلکو رول وستایه وې ویل، پر پوهنې پانګونه د دایکنډي ولایت له ارزښتناکو دودونو څخه ده. هغه د ټاکنو پروسه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځو فعال رول وستایه وې ویل، وطن ته د خدمت په ټولو برخو کې د دایکنډي نجونو خپله ونډه ادا کړی ده. جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه دویمې درجې ته د دایکنډي ولایت د لوړولو په برخه کې ستاسې وړاندېز ته لبیک وایم او دا ولایت له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته لوړېږي. جمهوررئیس لوی درستیز ته لارښوونه وکړه، په دایکنډي ولایت کې دې د اردو د یوه کنډک د جوړولو ترتیبات ونیسي او په عین حال کې ۲۱۵ او ۲۰۵ قول اردوګانو ته لارښوونه وکړه چې د دې ولایت په ناامنو ولسوالیو کې دې چاڼيز عملیات وکړي. جمهوررئیس غني وویل، په دایکنډي ولایت کې ۷۰ کیلو متره سړک باندې کار کېږي او د فوایدعامې وزیر ته یې لارښوونه وکړه چې د شمال او سوېل دهلېز تخنیکي مطالعاتو کار دې چټک کړي، دغه راز د نیلي ښار هوايي ډګر جوړول تمويلېږي. هغه زیاته کړه، د دایکنډي ولایت په مقام کې ښځینه مشاوریت ایجادېږي چې تر ډېره به یې دنده د دې ولایت ښځو ته خدمت وي. دغه راز جمهوررئیس وویل، دې ولایت ته ښځینه څارنوالانې هم استخدامېږي او هغه ځانګړی بودجه چې د ولایتونو لپاره په پام کې نیول شوی ده، له هغې به په دایکنډي ولایت کې د ښځو د اقتصادي فعالیتونو لپاره یو مارکیټ جوړ شي. د هېواد جمهوررئیس د سیمه‎‎ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال په مشرۍ دې د دایکنډي د ظرفیتونو واضح ارزونه وکړي. په دې غونډه کې د هېواد جمهوررئیس د نیلي ښار پنځو تنو ته د غیرپلاني سیمو د ملکیتونو سندونه ورکړل، دغه راز دوی جمهوررئیس ته د ملاتړ لیک هم ورکړ چې په کې له جمهوررئیس څخه په افغانستان کې د خوندي ملکیت د بنسټ اېښودونکي په توګه یادونه کړی ده.پاى- ع

Last modified on Saturday, 10 November 2018 04:22

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.