13 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د دايکنډي ولايت دښار او کورجوړولو رياست دودانۍ دجوړولو کار پيل شو .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : ددايکنډي ولايت دښار او...

اووه سوه کورنيو په درز اب کې مرستې ترلاسه کړې .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : دجوزجان ولايت په درز...

يوې ځوانې ميرمنې په جوزجان کې ځان وواژه .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : يوې ځوانې ميرمنې دجوزجان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اعلاميه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم اتلسمه : دمسلکو دغونډې دپيل په اړوند دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو وزارت اعلاميه . دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت له هر هغه هېواد څخه چې سولې ته درسيدو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي قدرداني کوي او دغه راز د افغانستان داسلامي جمهوري دولت په رهبرى او مالکيت دسولې په بهير باندې ټينګارکوي . دمسکو نننۍ غونډه دهغو پخوانيو غونډو مسکو فارمت دوام چې دخپلواکو هېوادونو ترمنځ جوړې شوې او دافغانستان حکومت هم ګډون کړى و، نه دى ( په نننۍ غونډه کې دطالبانو ډلې ته هم بلنه ورکړ شوې ده ) دتاشکند دغونډې او دکابل دپروسې داصولو اوپريکړو پربنسټ ، دافغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبان بايد په مستقيم ډول خبرې وکړي، موږ دکابل او تاشکند دغونډو په منل شويو اصولو چې دسولې دبهير دپرمخ بيولو دڅرنګوالي له امله په کورنى او بين المللي اجماع باندې تکيه لري ټينګار کوو او مسکو غونډې ته مو هم هيڅ استازى ونه ليږه ، د سولې عالي شورا ديو غير حکومتي ملي بنسټ په توګه دروسيې په کوربه توب په دې غونډه کې دمستقيمو مذاکراتو دپيل په باب دخبرو لپاره ګډون کړى دى . دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت هيله من دى دافغانستان او روسيې ترمنځ له ترسره شوي تفاهم سره سم دغه غونډه دافغانستان ددولت او طالبانو ترمنځ دمستقيمو خبرو سبب شي او دطالبانو ډلې ته له دغې غونډې څخه دوسيلې په توګه دهيڅ راز استفادې اجازه ورنه کړى شي . ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Saturday, 10 November 2018 04:22

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.