17 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې لپاره د ځوانانو ناسته» وشوه

د سولې لپاره د ځوانانو ناسته» وشوه

کابل /دمرغومي ٢٧مه /باختر د سولې لپاره د ځوانانو ناسته...

عبدالسلام رحیمي: د افغانستان خلک اوربند غواړي

عبدالسلام رحیمي: د افغانستان خلک اوربند غواړي

-کابل /دمرغومي ٢٧مه /باختر د سولې په چارو کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور رئیس غني: د نیلي ښار لپاره اساسي ماسټر پلان جوړېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باخترد لړم دمياشتې١۹نيټه :  
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني دایکنډي ولایت ته د خپل سفر پر مهال پرون له غرمې وروسته د دغه ولایت د مدني ټولنې له استازو او ځوانانو سره وکتل.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې سید انور شهاب د ځوانانو او عارفې امېري د مدنې ټولنو د فعالانو په استازیتوب خبرې وکړې او دې ولایت ته یې د جمهور رئیس د پاملرنې قدرداني وکړه وې ویل، دایکنډي ولایت د ودې لپاره پرېمانه فرصتونه او سرچېنې لري او اړتیا ده چې دا سرچینې وپېژندل شي او له فرصتونو څخه د انکشاف او اقتصادي ودې په برخه کې استفاده وشي.
دوی دغه راز د معیاري روغتون او هوايي ډګر نشتوالی، د ښوونځیو د ښوونکو کموالي، د ښځو لپاره د روغتیایي خدمتونو کموالی، په ولسوالیو او دې ولایت ته په پرتو غځېدلو لویو لارو کې د نا امنیو، د ښځو اقتصادي ودې او کرنې ته د زمینې نه برابرېدل، اساسي ستونزې وبللې.
وروسته جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې له بې عدالتۍ سره د مبارزې او له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په برخه کې د دایکنډي ولایت د ځوانانو او مدني ټولنې د فعالانو هڅې وستایلې.
جمهوررئیس غني وویل: د نیلي ښار د انکشاف لپاره اساسي ماسټر پلان جوړ او پلی کېږي. هغه د دایکنډي له خلکو وغوښتل چې د ساختمان جوړولو په چارو کې دې له سیمه‎ ییزو موادو څخه استفاده وکړي.
دغه راز د هېواد جمهوررئیس وویل، د جغرافیایي زندان د لمنځه وړلو لپاره عملي اقدامات کېږي او د کانونو د نوي قانون په توشیح کولو سره به د دې ولایت کانونو ته ځانګړي پاملرنه کېږي.
جمهور رئیس غني د دایکنډي په ولسوالیو کې امنیتي ګواښونو ته په اشارې وویل، سراسري امنیت د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې قرار لري.
هغه زیاته کړه: دایکنډي ولایت ته پر غځېدلو لویو لارو او د دې ولایت په ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت په موخه یې لازمې لارښوونې کړې دي.#
پای – ج

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.