15 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دجنايت کارانو څلور کسيزه ډله په کابل کې ونيوله شوه .

کابل باخترد ليندى څليرويشتمه : څلور تنه چې...

دپوليسو يو افسر شهيد شو

کابل باخترد ليندى څليرويشتمه : دپوليسو يو افسر نن په...

هند دافغانستان دکرکټ اته لوبغاړي پيري

کابل باخترد ليندى څليرويشتمه : ټاکل شوې ده دافغانستان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د سولې دعالي شورا هئیت چې د مسکو په غونډه کې یې ګډون کړی وو خپل کاري رپوت وړاندې کړ.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه
د افغانستان د سولې دعالي شورا څلورو تنو مرستیالانو چې د افغانستان په استازولی یې د مسکو په غونډه کې ګډون کړی وو خپل کاري رپوټ نن د 1397 کال د لړم دمیاشتې په 22مه نیټه د یوې مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې له هیوادوالو سره شریک کړ.
د سولې دعالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد وویل چې په دې کنفرانس کې یې د هیوادوالو ټول شته ستونزې له ګډونوالو سره شریک کړي دي. ده د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې د مسکو په غونډه کې یو ځل بیا ټولو ګډونکونکو هیوادونو د روسیې په شمول دا ومنله چې د بین الافغانی مذاکراتو ملاتړ کوي. هغه د دې کنفرانس مثبتو پایلو ته په اشارې سره دا هم وویل چې ګډونکو هیوادونو په یوه غږ دا ورسره منلي چې په افغانستان کې د جنګ پای ته رسیدل د افغانانو حق دی او د سولې پروسې او مذاکراتو مالکیت دې له افغانانو سره وي او نړیوال دې په دې پروسه کې د ګړندى کولو په برخه کې مرسته وکړي.
د ښاغلي دین محمد په وینا د ګډونکونکو هیوادونو استازي له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره دې په مستقیمو مذاکراتو هوکړه وکړي ترڅو په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي.
په همدې حال کې د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطا الرحمن سلیم چې د افغانستان د سولې دعالي شورا د هئیت بل غړئ و، وایی: له طالبانو استازو سره په یو میز کې کیناستل او د هیواد په روانو وضعیت بحث کول په خپل ذات کې یوه لویه لاسته راوړنه ده.
د ده په وینا ټولو ګډونکونکو هیوادونو توافق درلود چې په افغانستان کې روانه جګړه بنده شي او د مذاکراتو لپاره تيارى ونیول شي.
د مسکو ناسته د 2018 کابل د نومبرد میاشتی په 9مه نیټه د افغانستان په شمول د دولسو هیوادونو او د طالب ډلې هئیت په ګډون د روسېې په کوربه توب ترسره شوه. چې د افغانستان څخه د سولې دعالي شورا مرستیالانو حاجی عزیز الله دین محمد، مولوي عطا الرحمن سلیم، مولوي عبدالخبیر اچقون او آغلې حبیبې سرآبي په کې ګډون کړی وو. پاى- ع

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.