-کابل باختر دلړم ٢٨
محمد حنیف اتمر د افغانستان د سولې او پخلاینې په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي سلاکار ښاغلي زلمي خلیلزاد سره وکتل.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې او پخلاینې د بهیر په بېلابېلو برخو هر اړخیز بحث وکړ.
اتمر د افغانستان په روان سیاسي، امنیتي او په ځانګړې توګه د سولې او مذاکراتو د بهیر او د جمهوري رياست انتخاباتو په اړه خپل نظر او وړاندیزونه شریک کړل.
په دې کتنه کې ښاغلي خلیلزاد وویل، چې د سولې خبرې او مذاکرات به د افغانانو په مشرۍ پر مخ وړل کیږي او د امریکا متحده ایالات د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.
ښاغلي خلیلزاد همدارنګه زياته کړه، چې له هیڅ لوري سره یې له انتخاباتو وړاندې د لنډمهالې ادارې پر رامنځته کېدو بحث نه دی کړی، ده په خپل وخت د ولسواکو انتخاباتو له تر سره کېدو ملاتړ و کړ. پاى- ع