15 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دجنايت کارانو څلور کسيزه ډله په کابل کې ونيوله شوه .

کابل باخترد ليندى څليرويشتمه : څلور تنه چې...

دپوليسو يو افسر شهيد شو

کابل باخترد ليندى څليرويشتمه : دپوليسو يو افسر نن په...

هند دافغانستان دکرکټ اته لوبغاړي پيري

کابل باخترد ليندى څليرويشتمه : ټاکل شوې ده دافغانستان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي جمهور رئیس غني ته د خپل سفر راپور ورکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل باختر دلړم ٢٨ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا دمتحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد جمهوررئیس محمداشرف غني ته دافغانانو په مالکیت او مدیریت د سولې د هلو ځلو لپاره د سیمې ځینوهېوادونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل . دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ګلخانې مانۍ کې وشوه، ډاکټر زلمي خلیلزاد جمهور رئیس ته د خپل سفر او په قطر کې د طالبانوله استازو سره د لیدنې په اړه راپور ورکړ او دغه سفر یې مثبت وارزاوه. ښاغلي خلیلزاد وویل، دسولې بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو لپاره به د امریکا دمتحده ایالاتو هڅې ادامه ولري او موږ به د دغو مذاکراتو په بهیر کې ممد رول ترسره کړو. هغه زیاته کړه، شرایطو ته په پام تر بل هر وخت د سولې بین الافغاني مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده. ډاکټر خلیلزاد څرګنده کړه چې د امریکا متحده ایالات د ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان خلکو، حکومت او قوانینو ته درناوی لري او د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې چې د افغانانو په اراده او تصمیم ترسره کېږي او د امریکا متحدو ایالتونو حکومت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. جمهوررئیس غني د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هلو ځلو قدرداني وکړه وې ویل، سوله چې د افغانستان دخلکو اساسي غوښتنه اود حکومت له لویو موخو څخه ده، د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته پوره چمتووالی لري. جمهوررئیس د هېواد له سیاسیونو او د بېلابېلو قشرونوله استازو سره د سولې په اړه ناستو ته په اشارې وویل، د هېواد د بېلابېلو قشرونو استازي ډيرژر د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو غوښتونکي دي.# پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.